1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا سناتوران د امنيتي تړون په اړه د څرګنډونو حق غواړي

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

د امریکا د سناتورانو یوه ډله چې له جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو څخه جوړه ده، په افغانستان کې یې د پوځي بوختیا د ختمیدو غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي چي اوباما بايد د بل ماموريت د پيلېدو له پاره د دوی تاييد واخلي.

https://p.dw.com/p/1B4sx
انځور: Getty Images

د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما اداره له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه خبري اتري کوي، څو د متحده ایالاتو په تاریخ کې اوږده جگړه چې د روان کال په پای کې د ناټو ماموریت تر ختمیدو وروسته پای ته رسیږي، تر هغې وروسته په افغانستان کې خپل سرتیري وساتلای شي.

د دیموکراتانو سناتور جېف مېرکلي، خبریالانو ته ویلي دي: «موږ یو داسي دوه گوندي پریکړه لیک وړاندي کوو چې ووایي، هر امریکایي سرتیری، بیړۍ چلوونکی او یا هم د هوایي او سمندري ځواک کوم غړی چې تر ۲۰۱۴مېلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتيږي، کانگرس باید رايه ورکړي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې د «نیټفلېکس» انټرنیټي شرکت یا د یوه ورزشي کلب د غړيتوب د قراردادونو په اتوماتیکه توگه تمدیدل امکان لري، خو د جگړې په ډگر کې د دغسه یوه چلند غوره کول سمه خبره نه ده. محافظه پاله سناتور مایک لي او راند پاول هم پر دغه وړاندیز لاسلیکونه کړي دي.

سناتور مایک لي، دې خبرې ته اشاره کړې ده چې دغه پریکړه لیک نه په افغانستان کې د پوځونو له پاتېدو سره په ټکر کي واقع کیږي او نه هم پر القاعدې شبکې باندي د بریدونو او یا د هغوی په هکله د معلوماتو د راټولو په برخه کې د متحده ایالاتو د پوځ مخه نیسي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې په دغه متن کې په ساده توگه راغلي دي چې: «تر یوې لسیزي زیاتي مودې جگړې وروسته کانگرس، او تر ټولو مهمه د امریکا ولس غواړي چې په دغو بحثونو کې خپل ونډه ولري.»

هغه یاودنه کړې ده: «په دغه کړکېچ کې د امریکایانو د وینې او خزانې د قرباني کیدو پریکړه، باید یوازي د سپیني ماڼۍ او پینتاگون له خوا تر سره نه شي.»

د کانگرس له خوا وړاندي کیدونکي پریکړه لیکونه الزامي بڼه نه لري، خو کولای شي داسې یو احساس څرگند کړي، چې د ولس استازي د یوې موضوع په اړه کوم دریځ لري او همداشان پر حکومت هم فشار راوستلای شي.

تیر کال د امريکا د سنا او ولسي استازو مجلسونو هم ورته اقدامات معرفي کړي ول، که څه هم هغه یوازې اصلاحي طرحه وه، خو د ټول کانگرس له لوري تصویب نه شوه.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي دي چي د افغانستان جگړه چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمر تر یوولسمې یو څه وروسته پیل شوې ده، تر ۲۳۰۰ زیاتو امریکایانو د مرگ په بیه تمامه شوې او ۶۰۰ میلیارده امریکایي ډالر مصرف ورباندي راغلی دی.

دغه پریکړه لیک زیاتوي چې اوس وخت رارسیدلی دی چې پخپله افغانان د اداره کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

د دیموکراتانو سناتور جو مېنچېن، ویلي دي چې کرزی د واشنگټن متحد نه دی. هغه زیاته کړې ده: «دغه پریکړه لیک په مجموع کې وایي: امریکا بیا آباده کړئ، نه افغانستان.»

هغه یاودنه وکړه: «که چیري پوځي قوت او یا هم پیسو کولای شول د نړۍ دغه برخي ته تغیر ورکړي، موږ به اوس هغې ته تغیر ورکړی وای.» هغه وړاندې ویلي دي. «موږ موافقه نه وو.»

د روان کال په اپریل میاشت کې افغانان نوی ولسمشر ټاکي. د کانگرس ځیني غړي واشنگټن دې ته تشویقوي چې د کرزي تر تلو انتظار وباسي او دوه اړخیز امنیتي تړون د هغه له ځای ناستي سره لاسلیک کړي.