1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا سنا هيگل د دفاع وزير په توگه تائيد کړ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۹, چهارشنبه

تر اوونيو جروبحثونو وروسته د امريکا متحده ايالاتو سنا چاک هيگل د دغه هيواد د نوي د دفاع وزير په توگه ومانه. تر دې دمخه سناتورانو د دغي ټاکني ممانعت کاوه.

https://p.dw.com/p/17mOZ
Former U.S. Senator Chuck Hagel (R-NE) testifies during a Senate Armed Services Committee hearing on his nomination to be Defense Secretary, on Capitol Hill in Washington, in this January 31, 2013, file photo. Senator Carl Levin, chairman of the U.S. Senate Armed Services Committee, plans to seek a vote on Chuck Hagel's nomination as President Barack Obama's new secretary of defense during a meeting on February 12, 2013. REUTERS/Kevin Lamarque/Files (UNITED STATES - Tags: POLITICS MILITARY HEADSHOT)
انځور: Reuters

چاک هيگل د سه شنبې په ماښام په واشنگټن کي د دغه هيواد سنا د ۵۸ موافقو او ۴۱ مخالفو رايو په ورکولو سره د نوي دفاع وزير په توگه ونوماوه.

ولسمشر اوباما د روان کال د جنورۍ مياشتي په اوياليو کي له هغه وروسته د نبراسکا ايالت دغه پخوانی سناتور د ليون پنيتا د ځای ناستي په توگه ونوماوه، چي هغه تقاعدۍ ته ځي. ۶۶ کلن هيگل د مخالفو جمهوري غوښتونکو څخه دئ.

سياسي زورآزموينه او جنجال

يو شمېر سناتورانو له اوونيو راهيسي له اوباما سره خپل گوندي زور آزمايه چي د دغي ټاکني ممانعت وکړي. دوې اوونۍ دمخه په سنا کي د ديموکراتانو له خوا د هيگل تائيد په يوه جنجال واوښت. جمهوري غوښتونکو د خپل گوندي ملگري د نوماندۍ د ممانعت کولو تاکتيک پيل کړ. دې تاکتيک ته «Filibuster» يا دوامداره خبري کول وايي.

خو د سه شنبې په ورځ سناتوران له خپل دريځ څخه تير سول او رايي ئې ورکړې. په دې ترڅ کي درو تنو جمهوري غوښتونکو هم خپلي رايي هيگل ته ورکړي دي.

هيگل د امريکا په تاريخ کي لومړی د دفاع وزير دئ، چي کانديداتوري ئې په اصطلاح له دوامداره خبرو سره مخامخ کيږي. په سياسي ډگر کي له هغه سره مخالفت کيدای سي د هغه کار اسانه نه کړي.

د هيگل پرضد ليک

په امريکا کي د محافضه کارو سياستمدارانو مشران د ويټنام د جگړې پخوانی عسکر هيگل په نړيوالو جنجالونو کي ډير نرم بولي. خو د امريکا د ولسمشر له پاره بيا هغه يو داسي څوک دئ چي ځان ته ستراتيژي لري: د امريکا له دښمنانو سره بايد ديالوگ وسي، پوځي لاره يې وروستی اعلاج دئ.

هيگل دغه شان يوه لار د ايران د اټومي پروگرام د شخړي په اړه هم غوره گڼي. خو ډيری گوندي ملگري ئې بيا دغه شان چلند يو جرم گڼي.

هيگل پر اسرائيلو باندي نيوکي کړي دي او پر ايران باندي د بنديزونو په اړه ئې مخالفه رايه کارولې ده. خو ده خپل دغه دريځ بيرته اصلاح کړی دئ. هغه په ايران کي دملايانو رژيم «د پام وړ تهديد» بولي. ولي بيا هم د جمهوري غوښتونکو ۱۵ تنو سناتورانو اوباماته يو لیک لېږلی چي د هغه کانديداتوري بيرته واخلي.

خو اوباما پر هغه باندی ولاړ دئ او وايي چي د هغه د ويټنام د جگړې تجربه د پنتاگون له پاره ډيره گټوره ده: هغه پوهېدئ چي په جنگ کښي يو عسکر څه ډول احساس کوي.