1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا متحده ايالات لس زره مهاجر قبلوي

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۱۲, شنبه

امریکا وايي چې تر نوامبر میاشت پورې به لس زره مهاجر ورته ورشي. خو په امریکا کي د دغه پروګرام سره مخالفت کونکي هم شته.

https://p.dw.com/p/1JHqY
USA Kalifornien Syrische Flüchtlinge in San Diego
انځور: picture alliance/San Diego Union-Tribune/J. Gastaldo

د امریکا متحده ایالتونه غواړي لس زره سوریايی مهاجر ومني او د دغه مقصد له پاره یې د مهاجرت د پروسې موده غځولی ده، دغه پروګرام سره زیات شمیر امریکايي سیاستوالو مخالفت دي، دوي د امنیتي دلایلو په پلمه هڅې روانې کړي دي تر څو امریکا ته د دغو مهاجرو د ورتلو مخه ونسي.


د امریکا د کورني امنیت وزیر جه جانسون د پنجشنبې په ورځ د سنا یوې کميټې ته وویل چې د امریکا متحده ایالتونو د سوریایي مهاجرو شمیره له شاوخوا « ۵۰۰۰ څخه اړولې» ده.

هغه زیات کړه، امریکا له لوري له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې نور کسان په مشروطه توګه امریکا کې د اسیدولو په موخه منل شوي دي. هغه زیاته کړه چې فکر کوي د اکتوبر میاشت تر لمړې نیټې پورې به تر لس زرو پورې مهاجر امریکا ته راشي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما، اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ په رامنځ کیدو سره، په تیر سپټامبر میاشت کې په امریکا کې د ژوند کولو په برخه کې د سوریایی مهاجرو د شمیرې د زیاتیدو خبره کړې وه.

د امریکا متحده ایالتونو له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې ده یوازې ۱۵۰۰ سوریايی مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

د پلان د بندیدو هڅې

خو د ۱۰۰۰۰ زره مهاجرو د منلو سربیره، چې د بیروکراسۍ پروسه یې هم ترسره شوې، د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ کانګریس، د امنیتي اندیښنو له امله هڅې کوي چې دغه پلان د عملي کیدو مخه ونیسي.

ویل کیږي چې د پاریس او بروکسیل تروریستي بریدونو څو مهم مظنونان، تیر کال د بالکان هیوادونو له لارې اروپا ته د مهاجرو په سیلونو کې راغلي وو، د سوري مهاجرو د پروګرام سره مخالف امریکایان له دې اندیښنه لري چې نشي چې امریکا ته په راتلونکو مهاجرو کې تروریستان هم ځای ونیسی.

مهاجرو کې د جنګیالو ځای نیولو ویره

جمهوري غوښتونکو لخوا ولسمشرۍ ته نوماند دونالد ترمپ په شمول ګن شمیر سیاستوالو امریکا ته د سوریایی مهاجرو له راتلو سره خپل مخالفت ښودلی دی. دوی وايي چې د « اسلامي دولت» جنګیالۍ ډله خپلو موخه ته د رسیدو له پاره په پام کې لري چې د مهاجرو په ډله کې خپل کسان امریکا ته داخل کړي.

خو د امریکا د کورني امنیت وزیر، د پنجشنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې واشنګتن په دې برخه کې له وړاندې « د امنیتي چیک پروسه په پام کې نیولې ده.»

د امریکا دموکرات ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماندې هیلري کلنتن تیر کال ویلي وو، چې واشنګتن باید ۶۵ زره سوریايي مهاجرو ته په امریکا کې د ژوند کولو شرایط برابر کړي. هغې ویلې وو چې امریکا باید په دې برخه کې زیات څه ترسره کړي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو استاځې د جګړه ځپلو هیوادونو له مهاجرو سره د مرستو په برخه کې پر یو شمیر شتمنو هیوادونو نیوکه وکړه. سمنتا پاور وویل، د تیرکال په پاې کې، یوازې لسو هیوادونو د نړۍ د شاوخوا ۴۵ سلنې مهاجرو کوربه توب لاره.

له وخته مخکې اندیښنې تیروتنه ده

سمنتا پاور وويل:« حتې په داسې حال کې چې کرګیچونو د ودې په حال کی وو هم، په ټوله کې ډیرو هیوادونو خپلې ونډې وانخیستي». هغې وویل د مهاجرو د پروګرام د پيل څخه د مخه د امنیتي اندیښنو بیانول یوه «تیروتنه» ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو استاځۍ د چهار شنبې په ورځ هم پر هغو شتمنو هیوادونو چې د مهاجرت په کړکیچ کې سهم نه اخلي تر نیوکو لاندې راوستل.