1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا متحده ايالتونه: د بشر د حقوقوراپور

۱۳۸۶ فروردین ۷, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالتونوحکومت، له ١٩٧٧ ميلادي کال راهيسې، هرکال د بشر د حقوقو د نړيوال حالت په هکله خپل راپورخپروي. په دغه راپورکې، په ټوله نړۍ کې د بشرله حقوقونه پرلويوسرغړونو، لکه زورزياتي، شکنجه، اعدامونه، توپير يا تبعيض، غيرقانوني زنداني کېدنې، تعقيب او ورته اعمالوباندې سختې نيوکې کېږي.

https://p.dw.com/p/DMqs
" مونږدغه راپور د دې لپاره نه خپروو چې مونږخپل ځان بشپړسم گڼو، بلکه د دې لپاره چې مونږپوهېږوچې مونږ ډېرې نيمگړتياوې لرو" کندوليزا رايس
" مونږدغه راپور د دې لپاره نه خپروو چې مونږخپل ځان بشپړسم گڼو، بلکه د دې لپاره چې مونږپوهېږوچې مونږ ډېرې نيمگړتياوې لرو" کندوليزا رايسانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيوچارووزيره کوندوليزا » رايس «، د ٢٠٠٧ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په شپږمه نېټه، د بشر د حقوقو د نړيوال حالت په هکله د کلني راپور د وړاندې کولوپه وخت کې، ډېره عاجزه او متواضع وه. په دغه راپورکې د امريکا د متحده ايالتونوحکومت، نه يوازې پرنورودولتونوباندې نيوکې کوي، بلکه ترپخوالاډېر پرخپل ځان باندې هم. کوندوليزا » رايس « وويل: » مونږدغه راپور د دې لپاره نه خپروو چې مونږخپل ځان بشپړسم گڼو، بلکه د دې لپاره چې مونږپوهېږوچې مونږ ډېرې نيمگړتياوې لرو. مگر مونږډېرلوی اهداف لرو، د بشرحقوق او ډيموکراسي. ټول ولسونه اوحکومتونه بايد دغواهدافوته د رسېدو هڅه وکړي، مونږهم په امريکا کې. «

هسې تشې ژمنې؟

په نوموړي راپورکې ويل کېږي چې د امريکا د متحده ايالتونوحکومت په راتلونکې کې هم ... ځان مکلف گڼي چې د بشر د حقوقوپه برخه کې لاډېرښه والی مېنځته راولي.
مگر کوندوليزا » رايس « ونه ويل چې د امريکا د متحده ايالتونوحکومت داکارڅنگه کوي. د گوانتانامو د زندان په هکله په دغه راپورکې يوه کلمه هم نده ليکل شوې. برعکس په ځانگړې توگه په عراق کې، چې تر اوسه هم د امريکايانولخوا اشغال دی، د بشر د حقوقوسپکاويوته گوته نيول شوې او په افغانستان کې.