1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا نوي حکومت افغانستان او پاکستان په يوه رديف کي راوستلي.

۱۳۸۷ بهمن ۲۴, پنجشنبه

ددې خبري ښه اثبات د دواړو هيوادونو له پاره د امريکا د ځانګړي استازي ريچارد هولبروک ټاکل دي. آيا دا يوازي د امريکا په لهجه کي د تغير په مانا ده، او که د سيمي په اړه په سياست کي اساسي تغير دی؟

https://p.dw.com/p/GspR
لر او بر سيمه
لر او بر سيمهانځور: AP

په دې اړه مو په برلين کي د توکم پيژندني د انستيتوت له پروفيسر ګيورګ پفيفر سره مرکه کړې چي پښتو لنډيز تاسو ته وړاندي کوو.

دويچه ويلي: ښاغلی پروفيسر پفيفر، د امريکا نوې اداره افغانستان او پاکستان په يوه رديف کي راولي. ددې خبري اثبات د پاکستان او افغانستان دواړو دپاره د امريکاد خاص استازي ريچارد هولبروک تعينول دي . آيا دا يوازي د امريکا په لهجه کي د تغير په مانا ده،او که د سيمي په اړه په سياست کي اساسي تغير دی؟

پفيفر:بلې ،زه پدې عقيده يم چي د سيمي په اړه د امريکاپه سياست کي يو اساسي تغير راغلی دی،او زه فکر کوم چي دوې خبري ډيري مهمي دي،هغه داچي د يوه طرفه امريکا دا مني چي نظامي حل يوازنی حل ندی،او بايد سړی په سيمه کي په عمومي مشکلاتو باندي پوه سي، او د بله طرفه افغانستان ته نبايد د کلتوري لحاظه په جلا ډول وکتل سي. ځکه چي د سرحد په دواړو خواوو کي عيني خلګ ژوند کوي،او ځکه نو د موضوع يوازي افغاني حل وجود نلري.

دويچه ويلي: د امريکا جمهوررييس بارک اوباما او دده نظامي ادارې په افغانستان کي د خپلو پوځونو د ډيرولو خبر ورکړی دی. آيا دا پدې مانا نده چي امريکا د موضوع نظامي حل غواړي،او که د پوځونو اضافه کيدل د عمومي ستراتيژۍ يو جزء دی؟

پفيفر: زه د پوځونو زياتول يو لويه غلطي بولم ،او لکه څنګه چي ما وويل په افغانستان کي پوځ په دغه ډول نه په قصيرالمدت او نه هم طويل المدت کي پرابلمونه حلولای سي. او په پاکستان کي پوځي عملياتو نه يوازي د ناټو دپاره پرابلمونه کم کړي،بلکي ډير کړي يې هم دي. خو زه فکر کوم چي سيمي ته د امريکا د نوي حکومت توجه کول، ډيره مهمه ده. ځکه چي حکومت هلته ډير مهم کسان لکه هولبروک ليږلي دي،چي د سيمي د پيژندلو قدرت لري.

دويچه ويلي: دا ښکاره ده چي ريچارد هولبروک يو باتجربه ډيپلوماټ دی،تاسو يې څنګه ارزيابي کوی،چي دی به لکه د بالقان په هيوادو کي په افغانستان اوپاکستان کښي هم کاميابه سي؟

پفيفر: شايد چي منطقه به ونه پيژني،خو دی يو مسلکي ډيپلوماټ دی،چي مهم معلوماتونه پلاس راوړي،او دا کار به وکولاي هم سي. خو زه دا ښه نه بولم چي د کشمير موضوع او د هندوستان سره مشکلات دده د کار د ساحې څخه وتلي دي. سره له هغه زه ګمان کوم چي دی به د هغه په باره کي هم معلومات پلاس راوړي. او د سيمي د مشکلاتو سره سم به عمل وکي.

د بلي خوا دا معلومه ده چي د افغانستان او پاکستان حالت په 90 کلو کي د پخوانۍ يګوسلاويا سره کاملاً فرق کوي. زه فکر کوم چي ددغو دووسيمو تر منځ په اساس کي فرق موجود دی،او په بوزنيا کي د مسلمانانو او غير مسلمانانو د ژوندانه سطح کاملاً بل ډول وه. دوی بل ډول اقتصادي مناسبات درلودل، د ښووني او روزني سطح،او د رسنيو سره يې مناسبات بل ډول وه. او ددغو خبرو د په نظر کي نيولو سره د موضوع يو حل پيدا سو، چي هغه د افغانستان او پاکستان سره نه مقايسه کيږي ،او نبايد يو په يو تطبيق سي.

دويچه ويلي: پروفيسر پفيفر په فاټا يا قبايلو کښي هره ورځ مهمي پيښي رامنځته کيږي،چي د ټولو پاملرنه هم ورګرزيدلې ده. هلته په زياتيدونکي ډول سره مختلفي افراطي ډلي سياست تعينوي . نو څنګه کيدای سي په دغه منطقه کښي چي د200 کلونو راهيسي تر کنټرول لاندي نده راغلې،هلته يوه سوله رامنځته سي.

پفيفر: د برتانوي هند د سلطې راهيسي ،وزيرو او نوروقومونو ته په قبايلي سيمه کي ډيره آزادي ورکول سوې ده،او زه فکر کوم چي دا ښه هم وه ،خو اوس په دغه سیمه کي د ډيرو پاکستاني دولتي او غيري دولتي قواوو،او هم د ياغيانو موجوديت يو لوی پرابلم دی. او نبايد يوازي د پاکستان د حکومت لخوا،بلکي د نړيوالي ټولني د ډيپلوماتيکو استازو لخوا هم د قبايلو سره د هغو د جلسو يا جرګو د لاري ورسره وګوري، ددوی خبرو ته غوږ ونيول سي،او هغه جدي ونيول سي،او په هر صورت يې نبايد بمباري کي.

سړی بايد د هغو سره کومک وکي، د ښوني او روزني امکانات ورته برابر کي،سړکان ورته جوړ کي،او کيداي سي ددغو جرګو او خصوصاً مشرانو د جرګې د لاري دوي د ځان کي،او همکارۍ ته يې حاضر کي. زه پدې عقيده يم چي د يوه قناعت بخشه کار او وضع د پوره معلومولو د لاري هلته وضع آراميدلای سي.

ګيورګ پفيفر/ صميمي

کتونکی: زيارمل