1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا نوې پوځي ستراتيژي پر اسيا او منځني ختيځ متمرکزه ده

۱۳۹۰ دی ۱۵, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما به د پنج شنبې په ورځ د خپل هيواد له نوي امنيتي ستراتيژۍ څخه پرده پورته کړي. په دې کي به دفاعي بودجه راکمه سي او په پلان کي ده چي د دغه هيواد د پياده قواوو شمېر هم راټيټ سي.

https://p.dw.com/p/13etC
په قرغزستان کي د ماناس هوايي اډه
په قرغزستان کي د ماناس هوايي اډهانځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د نوي پوځي ستراتيژۍ له مخي به متحده ايالات خپله ډيره توجه اسيا ته واړوي او په اروپا کي به خپل پوځي حضورلا پسي محدود کړي. همدا راز به د عراق او افغانستان د جګړو په څېر د مخامخ جګړو پرځای به د چين او ايران لخوا سمندري ګواښونو ته لا ډيره توجه وشي.

د امريکا په نوې دفاعي ستراتيژۍ کي هڅه شوې ده چي د دغه هيواد د پوځ مصرفونه هم را لږ شي. ځکه چي د اوباما اداره غواړي د خپلي راتلونکي پوځي بودجې څخه۴۵۰ ميليارده ډالره سپما وکړي.

نوې ستراتيژي په اسيا کي د متحده ايالاتو پر پوځي حضور تينګار کوي او له اروپا، افريقا او لاتين امريکا څخه د ځواکونو را ايستلو ته متوجه ده. که څه هم په مشخصه توګه دا نه ده معلومه چي د امريکايي ځواکونو شميره به تر کومي اندازې راټيټه شي خو ښايي دغه شمېره ډيره لوړه وي.

د نوي ستراتيژۍ څخه دا څرګنديږي چي حتا د امريکا په څير پياوړي هيوادونه هم نه شي کولای چي په يوه وخت کي دوې جګړې پر مخ بوځي. په يوه وخت کي د عراق او افغانستان جګړو امریکا له اقتصادي پلوه تر ډير فشار لاندي راوستلې ده.

د نوي ستراتيژۍ له مخي به امريکا په يوه وخت کي خپل ټول پام يوې جګړې ته را اړوي او ډيری وخت به د لبيبا د جګړې په شان په غير مستقيمه توګه يوه جګړه پر مخ بيايي.

اوباما تر دې وړاندي هم له بېلا بيلو هيوادونو څخه خپل ډير ځواکونه بيرته ور غوښتي دي. هغه له عراق څخه خپل ټول ځواکونو و ايستل او اوس په افغانستان او اروپا کي د خپلو ځواکونو شمېره راکموي. په راتلونکو لسو کلونو کښي به د امریکايي قواوو شمېر نور هم را ټيټ شي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ليون پنيټا، هم منلې ده چي د ځواکونه شمېر به ئې په راتلونکو کلونو کي کم شي:

«زموږ په وړاندي چلينج دا دئ چي د راتلونکي پوځ له جوړولو سره په سختو مالي شرايطو کي له هيواد څخه د دفاع توان ولرو.»

د امريکا د دفاعي چارو چارواکو د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چي په نوې ستراتيژي کي به د متحده ايالاتو د ځواکونو شمير راټيټ شي. ځواکونه به خپل ډير پام اسيا ته ور واړوي او په منځني ختيځ کي به هم خپل پياوړی سمندري حضور وساتي.

دغه چارواکي زياتوي چي د نوي ستراتيژۍ له مخي به امريکايي سمندري پوځ په منځني ختيځ او اسيا کي د دې توان ولري چي د ايران او چين د سمندري پوځي کواښونو مخه ونيسي.

مسعود جهش/ آژانسونه
کتونکي: نجيب الله زيارمل