1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په امنيتي سيسټم کي د نيمګړتياوو پرسر بحثونه

۱۳۸۸ دی ۱۵, سه‌شنبه

ډېر کم ليدل کيږي، چې څوک ووايي بارک اوباما په غصه دئ . په عمومي ډول سره اولسمشر آرام او ځان کنترولولی شي - په ډېرو سختو حالاتو کې هم . خو د عيسوي اختر د نږدې پېښ شوي ناورين په اړوند ښايي ډېر سخت په قار شوی وي

https://p.dw.com/p/LLPW
انځور: AP

دا له دې څخه ښکاري چې کله يوه اونۍ مخکې د ژورنالستانو په وړاندې راڅرگند او ويې ويل:

(يوه سيسماتيکه غلطي منځ ته راغلې او زما د پاره د منلو وړ نه ده.)

نن سه شنبه له غرمې وروسته به د سپينې ماڼۍ په يوه ځانگړي سالون کې، له کوم څخه چې هېڅ غږ نه شي وتلی، ټول 20 تنه استخباراتي ماموران، وزيران او لوړ پوړي امنيتي صلاحکاران کوشش کوي دا خبره سپينه کړي، چې څه ډول داسې کار کېدلی شي. يعنی دا چې يو ځوان نايجريايی اسلامست په خپل پرتوږ کې چاودېدونکي توکي الوتکې ته تېروي او نږدي وي، چې هغه له څه ناڅه 300 تنو سپرو سره په بم کې والوزوي. سره له دې چې د دې پلان په هکله گڼ شمېر رپوټونه موجود هم وو. جان برېنان د ملي امنيت په برخه کې د اولسمشر بارک اوما مرستيال صلاحکار څرگندوي، چې په دې برخه کې سيستم کار ورنه کړ:

(برينان ټکي په تکي وايي: يو شمېر انساني او نورې غلطۍ موجودې وې. موږ بايد دا سيستم پياوړی کړو)

جان برينان 25 کاله د امريکې له استخباراتي ادارې CIA سره کار کړی دئ . دا د جان برېنان دنده ده، چې وڅېړي، په کوم ځای کې سيستم جام پاتې شوی او ولې اهم معلومات نه دي تېر شوي. که سړی دې ته فکر وکړي، چې د امريکې متحده ايالتونه 16 استخباراتي او امنيتي - قسماً سيالې - ادارې لري، نو دا کومه آسانه او ساده دنده هم نه ده. برسېر په دې درې نورې څانگې شته چې د ياد شوو استخباراتي او امنيتي ادارو کارونه سره تنظيموي. برينان په پوره اطمان سره وايي، چې د سپتمبر د مياشتې د ترهگري گذارونو برخلاف، دا ځل استخباراتي څانکو يو بل ته معلومات هم سره وکړيدي. د ده له قوله:

(په مليونو آدات يا معلومات سر بله پسې راځي. موږ بايد دا سيستم پوره پياوړی کړو، تر څو يواځې هغه معلومات رامخ ته کړي، چې په رښتيا سره هم خطرناک وي.)

گڼ شمېر جمهوريت غوښتونکي - د ټولو تر مخ پخوانی مرستيال اولسمشر ډيک چيني - پر اوباما باندې دا نيوکه وکوله، چې د عيسوي اختر د ورځې تر شنډ شوي گذار پورې يې له ترهگرۍ سره مبارزې ته چندان پاملرنه نه کوله. يو جمهوريت غوښتونکی توماس کېنه يو له هغو کسانو څخه دئ، چې د Nine-Eleven-Report په نامه رپوټ کې يې ټکي په ټکي د سپمتمبر د گذارونو په ارتباط نيمگړتياوې ذکر کړېدي. دی په دې ناکام گذار کې يو مثبت ټکی ويني - هغه د بيداری هوشدار او په ډاگه کوي:

(موږ ته ښکاره شوه، چې سيستم ښه کار نه کوي. اولسمشر هم په دې پوه شوی او اوس يې غم خورو. خدای ته شکر چې څوک ورپکښې ټپي شوي نه دي. اصلاً گذار کوونکي پرموږ باندې زړه سوځولی. اوس موږ وېښ شوي يو.)

انګِلکه/عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري