1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په يوه بل ايالت کي هم د اعدام سزا منع سوه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

د امريکا د نبراسکا ايالت پارلمان په اکثريت سره د اعدام سزا لغو کړه. د دغه ايالت مشر اعلان کړی دئ، چي دغه قانون به ويتو کړي خو دغه کار عملاً امکان نه لري.

https://p.dw.com/p/1FTbG
انځور: imago/blickwinkel

له اروپا څخه امريکا ته د «مرگ درمل» د نه لېږلو پريکړه کرار کرار ځای نيسي. د امریکا ۱۹ ايالت هم له هغو هيوادونو سره يو ځای سو چي د اعدام سزا پکښې نسته. د امريکا د نبراسکا ايالت پارلمان په اکثريت سره د اعدام سزا د بندولو په حق کي رايه ورکړه.

د چهارشنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالاتو د نبراسکا ايالت پارلمان ۳۲ استازي په دې بريالي سول چي د ۱۵ استازو په مقابل کي د اعدام سزا لغو کړي. د نوي قانون له مخي به تر دې وروسته په نبراسکا ايالت کي د اعدام سزا پر ځای عمري بند په پام کي نيول کيږي.

دا چي د پارلمان اکثرو استازو د اعدام سزا د لغو کولو په حق کي رايي ورکړې د ايالت مشر نور دې ته اړ نه دی چي ويتو ئې کړي.

د نبراسکا ايالت مشر پت ريکتس، چي د جمهوري غوښتونکو گوند غړی دئ، تر دې دمخه اعلان کړی وو چي که د اعدام سزا د لغو قانون تصويب سي، دی به ئې ويتو کړي.

نبراسکا ايالت له ۲۰۱۳م کال راهيسي د اعدام سزا له پاره د «مرگ درملو» له کمښت سره مخامخ دئ. د دغه ايالت پارلمان اکثره استازي د اعدام سزا د لغو کولو پلويان ول، خو مشر ئې مخالفت کاوه.

اوس د امريکا د ۱۱ ايالتونو په قانون کي د اعدام سزا سته خو له عملي کولو څخه ئې ځان ساتي. په نبراسکا کي هم له ۱۹۹۷م کال راهيسي د اعدام هيڅ حکم نه دی عملي سوی. په دغه ايالت کي هغه ۱۱ کسان چي په اعدام محکوم سوي دي تر اوسه پور همداسي پاته دي.

له هغه وخت راهيسي چي اروپا اعلان وکړ، چي نور به امريکا ته د اعدام سزا له پاره د «مرگ درمل» نه ورکوي، د امريکا ډېر ايالتونه د دغو درملو له کمښت سره مخامخ سوي دي.

تيره مياشت اوکلاهاما ايالت له دغي ستونزي سره د مبارزې له پاره د زهرو پېچکارۍ پر ځای په نايتروجن گاز د وژلو پريکړه وکړه. د دغه قانون د تصويب په اړه نړيوالو سخت اعتراضونه وکړل.