1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا کانګريس د افغانستان د جګړې د پاره نور ۳۳ مليارده ډالره منظور کړل

۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبه

د افغانستان د جګړې پر سر د نوو ناندريو د راپورته کېدو سره سره د متحده ايالاتو کانګرس د افغانستان د ماموريت لپاره په مليارډو ډالره منلي دي.

https://p.dw.com/p/OWJO
د امريکې د متحده ايالاتو سنا يعنې د مشرانو جرګې حتي تېره اونۍ دغه قانون تصويب کړی و.
د امريکې د متحده ايالاتو سنا يعنې د مشرانو جرګې حتي تېره اونۍ دغه قانون تصويب کړی و.انځور: picture-alliance/dpa

کانګرس د سې شنبې په ماښام په لوی اکثريت سره په بودجه کي د ۳۳ مليارډو ډالرو زياتوالی تصويب کړی دی.

دغو اضافي لګښتونو ته اړتيا د دېرش زرو نورو سرتېرو په استولو سره رامنځته شوې ده.

په کانګرس کې رايه اچونه دوې ورځې وروسته له هغه تر سره سوه چي د ويکيليکس په نوم ويبپاڼې په لسګونو زره پټ پوځي اسناد خپاره کړي وو.

په دې ترتيب د نيوکه کونکو په وينا پر اوباما باندي فشار زيات سوی او دی بايد له خپلې جګړه يزې ستراتيژۍ څخه دفاع وکړي.

د اوباما هغه ژمنه چې د راتلونکي کال په دوبي کي به د ځواکونو را ايستنه پيل کړي، د عامو خلکو په منځ کي يوه رښتينې طرحه نه ګڼل کيږي.

د اوباما په وينا د دغو افشا سوو اسنادو په خپرېدنې سره کوم نوي جزيات نه دي په ډاګه سوي. وباما د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د ژورناليستانو په وړاندې وويل:

«دغه اسناد داسي جزيات نه په ډاګه کوي چي تر اوسه دي لا د افغانستان په اړه په بحثونو کي نه وي ويل سوي.»

اوباما تېر ډسمبر اعلام کړی و چي په لسګونو زره نور عسکر به افغانستان ته استوي.
اوباما تېر ډسمبر اعلام کړی و چي په لسګونو زره نور عسکر به افغانستان ته استوي.انځور: AP

د دې پر ځای د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ م کالونو په منځ کي راغونډ سوي دغه اسناد د اوباما په وينا هغه ستونزي را په ګوته کوي چي له امله يې د افغانستان د ستراتيژۍ پر سر بيا کار وسو. خو زياته يې کړه چي دی د ۹۱۰۰۰ څخه زياتو اسنادو د افشا کولو له کبله چي اکثره اسناد يې پټ اسناد هم وو، اندېښمن دی او ويې ويل: «په عملياتو کي ځيني برخه اخيستونکي کېدای سي په دې ډول له خطرونو سره مخامخ سي.»

اوباما د دموکرات ګوند د ځينو غړو د مخالفت سره هم لاس او ګرېوان دی چي د افغانستان جګړه نه غواړي او وايي چي د ځواکونو د ايستلو يو دقيق مهالوېش دې وټاکل سي.

اوباما تېر ډسمبر اعلام کړی و چي په لسګونو زره نور عسکر به افغانستان ته استوي.

د دغي غوښتنې په اساس په کانګرس کي د بودجې پر سر رايې واخيستل سوې، چي په څرګند ډول ۳۰۸ استازو د بودجې د زياتوالي څخه ملاتړ ښکاره کړ، په داسې حال کې چي يوازې ۱۱۴ تنو د ولس استازو مخالفه رايه وکاروله.

د امريکې د متحده ايالاتو سنا يعنې د مشرانو جرګې تېره اونۍ حتی دغه قانون تصويب کړی و.

AG/ محمد نسيم صابر

کتونکی. زيارمل