تر محکمې مخکمې د مصالحې غوښتنه
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهیادښت: په انځور کې منځینی وګړی برادلي منینګ دي.
برادلي منینګ د امریکا په پوځ کې په خصوصي ډول ګومارل شوی وو. د هغه مدافع وکیل ويلي دي چې دغه امریکایي سرتیری اوس غواړي چې څارنوالانو ته یو غوښتنلیک واستوي او په استماعیه جلسه کې د خپلې سزا د کمیدو غوښتنه وکړي. د برادلي منینګ استعماعیه غونډه، په «فورت مید» پوځي اډه کې د هغه تر لومړنۍ محکمې مخکې دایریږي.
د برادلي منینګ مدافع وکیل زیاته کړې ده چې د هغه مؤکل پر خپل ځان باندې لګیدلي ټول تورونه نه مني. پوځي محکمه باید د منینګ د غوښتنلیک د منلو په اړه یوه پریکړه وکړي او تر هغه وروسته به بیا قاضیان په دې اړه یوه فیصله وکړي چې ایا پر دغه امریکايي سرتیري باندې لګیدلي تورونه یو څه راکم شي او که نه.
که پر برادلي منینګ باندې لګول شوي ټول تورونه په اثبات ورسیږي، نو کیدای شي چې هغه ته د عمر بند سزا واورول شي. د دغه امریکايي سرتیري مدافع وکیل کومس، ویلي دي: «منینګ د سزا د کمولو له پاره دغه غوښتنلیک له دولت سره د یوې معاملې په چوکاټ کې نه دی استولی.»
که د منینګ غوښتونلیک ومنل شي نو هغه به دا تور چې د دولت محرم معلومات یې بربنډ کړي دي ومني، خو له دې به انکار وکړي چې ګواکې هغه دولتي کمپیوترونه په غیر قانوني ډول کارولي او له دښمن سره يې مرسته کړې ده. دغه غوښتنلیک به د محکمې کار اسانه کړي. په پلان کې ده چې د منینګ محکمه به د ۲۰۱۳ کال د فبروري میاشتې په څلورمه نیټه جوړه شي.
د منینګ وکیل ویلي دي چې پر هغه باندې لګول شوي تورونه ډیر قوي دي. دغه امریکايي سرتیری په ۲۰۱۰ کال کې ونیول شو. دې سرتیري هغه وخت په بغداد کې د امریکا د استخباراتي معلوماتو د څیړونکي په توګه کار کاوه. پر هغه باندې د افغانستان او عراق د جګړو په هکله د یو شمیر محرمو اسنادو د بربنډولو تور لګول شوی دی. همداراز دغه سرتیری پر دې هم تورن دی چې د امریکا ۲۶۰ دیپلوماتیک سندونه یې افشا کړي دي.
تر هغه وروسته چې ویکي لیکس د امریکا محرم اسناد خپاره کړل نو، دغه هیواد په نړیواله کچه له سیاسي لحاظه د شرمنده ګۍ سره مخامخ شو. د ویکي لیکس انترنیتي پاڼې هیڅ کله هم دا خبره نه ده منلې چې برادلي منینګ هغوی ته د امریکا محرم اسناد ورکړي دي.
مسعود جهش/ دویچه ویله
کتونکی: شمس الرحمان ناصر