1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او هندوستان د اړيکو احساسه موضوع د ايران نفت

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

هيڅوک ددې تمه نه لري چي د امريکا د متحده ايالاتو او هندوستان اړيکي دي بيا داسي خرابي سي لکه د سړې جگړې پر مهال چي هندوستان د شوروي اتحاد خواته ځان نژدې کاوه.

https://p.dw.com/p/14aNR
انځور: dapd

خو ددې دواړو هيوادونو تر منځ هغه اړيکي چي په ۲۰۰۸ کال کي وې اوس توپير لري. په ۲۰۰۸ کال کي د امريکا متحده ايالاتو تر درو لسيزو تحريم وروسته له هندوستان سره هستوي سوداگري پيل کړه.

هندوستان او امريکا له ۱۹۹۰ کلونو راهيسي يعني له هغه وخته چي دواړو هيوادونو د خپلو اړيکو د ښه کولوهڅي پيل کړې اوس په ډير حساس پړاو کي دي. دا په داسي حال کي ده چي پر ايران باندي د امریکا د متحده ايالاتو بنديزونه له ايران څخه هندوستان ته د نفتو پر وارداتو باندي اغېزه لرلای سي.

په دې وروستيو کي د امريکا په متحده ايالاتو کي هغه قانون چي پر ايران باندي د فشار په خاطر وضع سوی، د ټولو هغو بانکونو په چپلاخه وهل دي چي د روان کال د جون د مياشتي تر ۲۸ نېټې وروسته د نفتو پر واريدات باندي ئې بنديز نه وي لگولی. دغه قانون پر ايران باندي د هغه د اټومي پروگرام په خاطر وضع سوی دئ چي اسرائيل له هغه څخه د بيري احساس کوي.

که څه هم چي د امريکا متحده ايالات داسي ښيي چي په دې اړه د نظر توپير نه لري او لکه څنگه چي د بهرنيو چارو وزير هيلري کلينټن د تيرکال د جولای په مياشت کي په(چی نی) کي ددې غوښتونکې سوه چي هندوستان دي په نړۍ کي د رهبرۍ نقش ولوبوي اوس د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزرات دريم لوړپوړي چارواکي وندي شرمن، ويلي دي چي پر ايران باندي داسي فشار راوړل سي چي د هندوستان د پاره مناسب وي.

هندوستان اوچين چي نوي اقتصادي پروگرامونو ئې پر انرژۍ باندي ولاړ دي پر ايران باندي د امریکا د متحده ايالاتو د بنديزونو سخت مخالف دي.

له تاريخي لحاظه هندوستان له ايران سره ډير ټينگي اړيکي لري او افغانستان ته د مرستو رسولو له پاره پر ايران باندي حساب کوي. دغه راز نوي دهلي په افغانستان کي د طالبانو پرضد جگړه کي د امريکا د متحده ايالاتو نوی ملگری دئ.

خو د امريکا متحده ايالات داسي څه نلري چي وښيي چي هندوستان څه ورته کړي دي. د ولسمشر بارک اوباما هغه وعده چي هندوستان ته دي د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي دايمي چوکۍ ور کړل سي کمزورې ده.

د جرمن مارشال فند موسسې يو کارکوونکی دانيل توينينگ وايي چي د امريکا متحده ايالات بايد تعجب و نه کړي چي د داسي يو ملت سره سروکار لري چي خپل ارزښتونه ورته اولويت لري او په خپلو گټو منافع پسې گرځي.

آژانسونه/ رسول رحيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل