1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او چين «ستراتيژيکه بې اعتمادي»

سيد رياض (ماتيياس فون هاين)۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د چین دولتي او ګوندي مشر شي جین پینګ به د جون میاشتې پر اوومه او اتمه نیټه په کلیفورنیا کې سره وویني. په پام کې ده چي دواړه مشران پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/18lFe
U.S. President Barack Obama (R) meets with China's Vice President Xi Jinping in the Oval Office of the White House in Washington, in this February 14, 2012 file photo. China will be attempting to meet charm with charm for the first time when new President Xi Jinping sheds his suit and tie for an unprecedented, informal summit with U.S. President Barack Obama in the California desert the week of June 3, 2013. REUTERS/Jason Reed/Files (UNITED STATES - Tags: POLITICS)
China USA Gipfeltreffen Barack Obama und Xi Jinpingانځور: Reuters

د چین او امریکا د مشرانو تر منځ د لیدني کتني په ترڅ کې د رسم ګذشت له مراسمو څخه ډډه شوې ده. بارک اوباما او شي جین پېنګ به د کلیفورنیا په «سني لینډز» کې سره وویني. د کلیفورنیا په سویل کې دغه ټاټوبی په ټولو لوکسو تجهیزاتو سنبال دی.

د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو لوی پوره وړی هیواد او با المقابل چین د بهرنیو هیوادونو لوی تمویلوونکی هیواد دی. ولسمشر بارک اوباما له يوه داسي نوي ګوندي او دولتي مشر سره لیدنه کتنه کوي چي په راتلونکې لسیزه کې به د چین د ګټو استازیتوب وکړي. د وړاندوینو له مخې په دې موده کي ښايي چین د یوه ستر اقتصادي ځواک په توګه د متحده ایالاتو ځای ونیسي.

د اعتماد کموالی

د دواړو اړخونو تر منځ د اوږدمهاله هدفونو پر وړاندي د ژورې بې باورۍ پوښتني ته د یو نوی ځواب موندل یو ستونزمن کار دی. د سیاسي چارو ډیری کارپوهان د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیکې بې عتمادۍ خبره کوي.

پېکنګ واشنګټن تورنوی چې د چین د پرمختګ مخه نیسي او حتې د ویجاړولو اراده یې لري تر څو خپل نړیوال لاس برتوب یا په سیاسي اصطلاح «هژمونی» وساتي. دغه شک هغه وخت نور هم پیاوړی کیږي چې بارک اوباما د آسیا پر لور د متحده ایالاتو د سیاست له پاره نوې تګلاره پیل کړه. د دغه هدف له پاره د نویو پوځي او دولتي منابعو ځانګړي کول دا شک نور هم پیاوړی کوي.

چين د نړۍ دوهم اقتصادي قدرت دئ
چين د نړۍ دوهم اقتصادي قدرت دئانځور: dapd

په عین وخت کي امریکایي اړخ انديښنه لري چې چین په آسیا کې د خپل اقتدار د پراخیدو په لټه کې دي او هغه هم د امریکا د ګټو او نفوذ په بیه.

د نیویارک د بهرنیو اړیکو په شورا کې د چین د چارو کارپوهي اېلزبت ایکونومي Elizabeth Economy د دواړ هیوادونو تر منځ د بې باورۍ د له منځه وړلو د امکان په اړه له دویچه ویله سره په خبرو کې خپل نظر په احتیاط سره څرګند کړ. هغې وویل :«که چیري داواړه اړخونه یو بل ته ورته دریځ غوره کړي او خپل رښتیني مشترک ارزښتونه سره پیدا کړي، نو بیا کیداشي چي سړی ووايي، چي داوړه هیوادونه د خپلمنځي اعتماد د رغولو په لټه کي دی.»

د دغي کارپوهي په نظر خپلمنځني اعتماد جوړول یوه اوږده پروسه ده چي په ګډو ارزښتونو او ګد سیاسي نوښتونو ولاړه ده.

میرمن ایکونومي دا هم وايي چې البته متحده ایالات یوازنی هیواد نه دی چې د چین پر وړاندي بې باوره دی. نور هیوادونه هم له چین سره ورته ستونزي لري. د چین د چارو دغي کارپوهي، په دې اړه د چین له خوا د فکري شتمنیو غلاوو د (تالیف او اختراع حق)، سایبري یا انټرنیټي بریدونو او د چین په سویل او ختیځ سمندرګي کې له نور هیوادونو سره شخړو ته اشاره وکړه.

په مناسب وخت کې پانګونه

د سیاسي چارو د کارپوهانو له نظره په داسې یوه وضعیت کې د شخړو او بې باوریو د له منځه وړلو له پاره، متحده ایالات او چین باید د یو بل اهداف او انګیزې درک کړي. د هغوی په وینا د دې کار له پاره په کلیفورنیا کې دوې ورځي د یوې مناسبي پانګوني له پاره ښه وخت دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دواړه مشران مخامخ سره ویني. تر دې دمخه هم شي جین پینګ په ۲۰۱۲کال د مرستیال ولسمشر په توګه امریکا ته سفر کړی وو.