1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استازو مجلس د پور اخیستنې کچه لوړه کړه

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

په تیر کال کې د بودجې پرسر د سختو شخړو وروسته اوس د امریکا متحده ایالاتو په مالي سیاست کې د هوسایي احساس کیږي، ځکه چې د پور اخیستنې محدودیت مات او هغه یوې لوړې کچې ته لوړ کړای شو.

https://p.dw.com/p/1B7Di
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د خپل هیواد د بودجې د لانجې په حل کې پر خپل سیالانو باندې لاس برتوب پیدا کړ. د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له جمهوري غوښتونکو سره چې د استازو په مجلس کې اکثریت لري، د ولسمشر لانجې د متحده ایالاتو حکومتي چارې کابو شنډې کړې وې. اوباما په هغه وخت کې ویلي وو چې د بودجې په سیاست کې به هیڅ ډول فشار ته ځان تسلیم نه کړي.

جمهوري غوښتونکي مجبوره شول چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتې پورې د دولتي پور اخیستنې کچه پرته له کوم قید اوشرط څخه لوړه کړي. له دې سره د روانې میلادي میاشتی په پای کې د متحده ایالاتو د دولتي لګښتونو پر وړاندې خنډ له منځه ولاړ او هغه یو حالت نه رامنځ ته کیږي چې امریکا ونه شي کړای خپل مالي مکلفیتونه تر سره کړي.

که څه هم د کانګرس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت لري، خو د نوموړي ګوند ۲۸ استازو د ولسمشر له دیموکرات ګوند سره لاس یو کړ او د بودجوي لانجې د حل له پاره یې مسوده شوی قانون تصویب کړ. د سنا په مجلس کې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۲مه) پر نوموړي قانون باندې بحث کیږي. خو په سنا کې د دغه قانون تصویب کابو حتمي خبره ده ځکه چې هلته دیموکراتان اکثریت لري.

حکومت د بودجه یي بیړني حالت ګواښ وکړ

تر اوسه پورې د متحده ایالاتو د دولتي پور اخیستنې کچه ۱۷،۳ بیلیون ډالره وه. معنی دا چې حکومت نور قانونا صلاحیت نه درلود چې له دې څخه زیاتې پیسې پور کړي تر څو خپل لګښتونه پوره کړي. د تیرې جمعې په ورځ د متحده ایالاتو دولتی پور نوموړې کچې ته ورسید. د متحده ایالاتو د مالیې وزیر جک لیو، ویلی وو چې د «فوق العاده تدابیرو» او دغه راز د مالي زیرمو په مرسته کولای شي چې د فبروري تر ۲۷ پورې د حکومت چارې تمویل کړي.

د لانجې تر وروستۍ شیبې پورې د جمهوري غوښتونکو مخکښو مشرانو په دې هکله بحث وکړ چې آیا کولای شي او آیا امکان هم لري ترڅو د پور وړتوب د کچې له لوړولو څخه سیاسي ګټي تر لاسه کړي که نه. هغوی په دې برخه کې مختلفې لارې چارې وڅیړلې. یوه یې دا وه چې حکومت هغه پریکړه فسخه اعلان کړي چې د هغې له مخې دوه میاشتې مخکې د پوځ د پخوانیو کار لرونکو منسوبینو تقاعدي یې کمه کړې وه. دغه راز د ولسمشر بارک اوباما، د روغتیایي خدماتو د اصلاحاتو د یوې برخې د له منځه وړلو او له کاناډا څخه تکساس ته د تیلو د یوه پایپلاین د یوې شخړه ییزي پروژې په هکله هم بحثونه وشول.

د ۲۰۱۳ کال په مني کې جمهوري غوښتونکو هڅه وکړه چې د پور اخیستنې د کچې د لوړولو په بدل کې اوباما د روغتیایي خدماتو له اصلاحاتو څخه لاس واخلي. خو په پای کې هغوی ناکامه شول. د امریکا ولس د جمهوري غوښتونکو له دا ډول یوې تګلارې څخه ناخوښه شول. په خلکو کې د هغوی شهرت او محبوبیت ته سخت تاوان ورسید. د نومبر په میاشت کې د استازو د مجلس له پاره د نوو ټاکنو او دغه راز د سنا د مجلس د دریمې برخې له پاره د ټاکنو په پام کې نیولو سره جمهوري غوښتونکو خپل جرأت له لاسه ورکړ چې له دې وروسته په بودجوي لانجه کې له ولسمشر سره لاس او پنجه نرمه کړي.