1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان جګړه د وړاندوینې وړ نه بولي

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

د امریکا د دفاع وزیر په بروکسل کې وویل چې ناټو باید په افغانستان کې خپل ماموریت سر ته ورسوي، که نه نو د ترهګرو له خوا د غچ اخیستنې ګواښ موجود دی. ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیر پر ډېرښت سره سلا شول.

https://p.dw.com/p/2fglz
Singapur IISS Shangri la Dialogue - James Mattis
انځور: Reuters/E. Su

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز ماتیس، له دې خبرې څخه چې ولسمشر ترمپ به د خپلي نوي ستراتیژۍ په ترڅ کې افغانستان ته څومره ستري واستوي، ډډه وکړه.

د طالبانو وروستیو پرمختګونو د افغانستان د راتلونکې په اړه اعتماد یو څه کمزوری کړی دی. پر دې سربیره د ناټو د غړو هیوادونو تر منځ افغانستان ته د اضافي سرتیرو پر استولو بحث، دا اندیښنه هم رامنځ ته کړې ده چې له دې سره به یې ځواکونه یو ځل بیا په یوه جګړه کې په داسې حال کې ښکیل شي چې د روسيې له خوا نوي ګواښونه، له بلي خوا ترهګري او سایبري بریدونه دغه هیوادونه ګواښي.

جیمز ماتیس د ناټو د ۲۹ غړو هیوادونو د دفاع له وزیرانو سره تر کتنې وروسته، په بروکسل کې خبریالانو ته په دې اړه چې د هیواد ځکواکونه به یې تر کومې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي، وویل: «زه د جګړې له پاره زماني برنامه نه ټاکم. جګړه په اساسي توګه د نه وړاند وینې یوه پدیده ده.»

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر وویل: «اساسي لامل دا دی چې ناټو له ویري او ترهګرۍ څخه د افغانستان د ژغورني ژمنه کړې ده. له تروره خلاصیدو ته لازمي ده چې دغه لړی کار پر نيم حالت پرې نه ږدي.»

هغه زیاته کړه: «تاسو نه شئ کولای چې وواياست "زه له دې جګړه ستړی یم" او خپل کور ته ولاړ شئ او یو ځل بیا پر تاسو باندې برید وشي.»

ناټو اوس په افغانستان کې ۱۳۵۰۰ سرتیري لري چې اصلي دنده یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته د مشورو ورکول دي. دیپلوماتانو ویلي دي چې ناټو غواړي افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافي سرتیري او امریکا متحد ایالات بیا ۴۰۰۰ اضافي عسکر واستوي.

تر هغه وروسته چې د امریکا متحدو ایالاتو نوی ولسمشر دونالد ترمپ خپل کار پیل کړ، هغه د خپلې ادارې غړو ته د افغانستان له پاره د یوې ستراتیژي جوړولو دنده وسپارله. دغه هیواد چې یو وخت یې په افغانستان کې تر ۱۰۰ زرو زیات سرتیري لرل، په افغانستان کې له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې ښکیل پاتې شوی دی.

ماتیس وویل چې له خپلو متحدینو سره تر خبرو وروسته توانیدلي چې د نوې ستراتیژي ۷۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي او اوس په دې هڅه کې دی چې پاته برخه هم پوره شي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، وویل چې تر دې مخکې ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له اضافه کولو سره موافقه کړې وه او د دې سازمان ۱۵ غړو تر دې مخکې افغانستان ته د نورو سرتیرو استولو ته چمتوالی ښوولی وو. خو هغه ټینګار کړی دی چې دغه اضافي سرتیري به جنګي نقش و نه لري.

ستولتنبرګ وویل: «زه فکر نه کووم چې سږ کال او یا هم په راتلونکې کال کې او یا هم په نزدې کلونو کې افغانستان ته سوله راسي او له جګړو خلاص وي. خو موږ په دې باور یوو چې افغانان د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ژمن دي ترڅو خپل هیواد باثباته کړي.»