1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا متحده ایالاتو د لیبي وژنه تأیید کړه

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د القاعدي د ترهگرې شبکې دویمه شمیره غړی لیبي، د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دئ. د دې وگړي د وژل کیدو خبرې تر دې مخکې هم ورکړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/158bV
انځور: picture-alliance/dpa

د سپینې ماڼې ویاند جې کیرني، ویلي دي چې امریکا د دې خبر تأیید تر لاسه کړی دئ چې لیبي وژل شوی دئ. امریکایي چارواکو د لیبي د وژل کیدو د څرنگوالي جزئیات بربنډ نه کړل، خو پاکستاني چارواکو ویلي دي چې ښايي د القاعدي دغه لوړ پوړی غړی د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی وي.

که چیرې د نوموړي کس د وژل کیدو ادعا سمه وي، نو دا به د القاعدې له پاره د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته یو بل سخت گوزار وي. ځیني امریکایي چارواکي خو لیبي چې اصلی نوم ئې محمد حسن قاعد دئ، د ایمن الظواهري وروسته د القاعدې مهم غړی شمیري. الظواهري د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د القاعدې ترهگرې شبکې مشري پر غاړه لري.

د پاکستان استخباراتي چارواکو رویترز ته ویلي دي چې دوی په دې باور دي چې د دوشنبې د ورځې په برید کې په ۷ تنو وژل شوو بهرنیانو کې لیبي هم شامل وو. یوه بل امنیتي چارواکي ویلي دي چې دوی د لیبي په اړه ځیني تلیفوني پیغامونه اوریدلي دي. لیبي د القاعدې په کړیو کې له هغه وخت راهیسي ډیر مشهور شو چې په ۲۰۰۵م کال په دې وتوانید چې په افغانستان کې د امریکایانو له یوه زندان څخه وتښتي. دغه چارواکي ویلي دي:

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په جنوبي وزیرستان کې د اورپکو یوه قوماندان ویلي وو چې لیبي په دې برید کې نه دئ وژل شوی:

«هغه نه دئ وژل شوی. دا لومړی وار نه دئ چې د هغه د وژلو ادعا کیږي. امریکایان په افغانستان کې د سترو ځاني تاوانونو څخه کړيږي، نو ځکه هغوی داسې ناسمې ادعاوې کوي.»

که چیرې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د لیبي وژنه تائید شي نو دا به د متحده ایالاتو دا استدلال نور هم قوي کړي چې د اورپکو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر مؤثر دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم