1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت نوی سلاکار څوک دی؟

۱۳۹۵ اسفند ۳, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، هربرت رېموند مک ماستر، د خپل امنیتي سلاکار په توگه ټاکلی دی. تر ده مخکي مایکل فلین له روسیې سره د اړیکو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه. مک ماستر په افغانستان او عراق کې هم دنده تر سره کړې.

https://p.dw.com/p/2XxDo
Us-Präsident Trump ernennt Generalleutnant H.R. McMaster zum Nationalen Sicherheitsberater
انځور: Reuters/K. Lamarque

د رپوټونو له مخې کله چې د امریکا ملي امنیت سلاکار مایکل فلین باید له خپلې څوکۍ استعفا کړې وای، نو دا د ولسمشر ترمپ له پاره ضربه گڼل کیده. دغي څوکۍ ته د دوهم نوماند له لوري د دندې ردیدل هم د یوې ماتي په توگه انگیرل کیدل. خو اوس یو جنرال د ملي امنیت سلاکار په توگه ټاکل شوی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ډگر جنرال هربرت رېموند مک ماستر (په پورتني انځور کې کیڼ لاس ته) د نوي ملي امنیت سلاکار په توگه ټاکلی دی. ترمپ په فلوریدا کې د هغه په کور کې وویل چې مک ماستر د یوه «لوی استعداد او ډیرې تجربې خاوند دی.» دغه ۵۴ کلن د مقاومت پر ضد جگړې متخصص دی او پر نورو سربیره یې په عراق او افغانستان کې هم دنده تر سره کړې ده.

مک ماستر پخپلو څرگندونو کې ویلي دي چې ټول هغه څه چې د ده په واک کې دي، تر سره به یي کړي، څو «د متحدو ایالاتو د ولس گټې خوندي وساتي.»

په تیرو کلونو کې هم مک ماستر د ملي امنیت د سلاکار پوست ته د احتمالي کاندید په توگه یاد شوی دی. پر دې سربیره په ۲۰۱۴م کال کې د «ټایم میگزین» له لوري مک ماستر د ۱۰۰ بانفوذه شخصیتونو په ډله کې یاد شوی وو. پر دې سره هغه یو کتاب هم لیکلی دی چې په ویتنام کې د متحدو ایالاتو د ناکامۍ په تړاو سیاسي تیروتني پکښې خپرې شوي دي.

د مایکل فلین استعفا

د ترمپ لومړی امنیتي سلاکار مایکل فلین باید له خپلې څوکۍ استعفا کړې وای، ځکه ویل کیږي هغه په متحدو ایالاتو کې د روسیې له سفیر سره پر مسکو باندي د لگیدلو بندیزونو په هکله غږیدلی وو او په دې هکله یې پوره معلومات نه وو ورکړي. ویل کیږي چې پر نورو سربیره يې مرستیال ولسمشر مایک پینس ته هم پوره معلومات نه ول وړاندي کړي.

کله چې مایکل فلین له خپلې څوکۍ لاس پر سر شو، نو د روبرت هاروارد انتخاب ته سترگې وې. خو دغه مرستیال امیر البحر له دغې څوکۍ منل رد کړل. په رسمي توگه ویل شوي دی چې هاروارد د خپل شخصي علتونو له کبله دغه څوکۍ و نه منله. خو ډیري امریکايي رسنۍ گومان کوي چې ښایي پر دغه مقام باندي د سپينې ماڼۍ په غیر عادي توگه زیات نفوذ له کبله وي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: