1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا متحدو ایالاتو روسیې ته ضرب الاجل ټاکلی

۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه

د حلب ښار د بیرته نیولو له پاره د روسیې په ملاتړ د سوريې د پوځ عملیاتو غبرګونونه راپارولي دي. امریکا روسیې ته ګواښ کړي چې د عملیاتو د پای ته نه رسیدو په صورت کښې به دوه اړخیزې اړیکې پای ومومي.

https://p.dw.com/p/2Qj6X
Syrien Aleppo Trümmer nach einem Luftangriff
انځور: Reuters/A.Ismail

د حلب تر نیول کیدو وروسته، واشنګټن له روسیې سره د سوریې په جګړه کښې د همغږی د پای ته رسولو ژمنه کړې ده. تیره اونۍ د سوریې پوځ د حلب د بیرته نیولو په موخه مرګوني پوځي عملیات پیل کړل چې په پایله کښې یې ۲۵۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په حلب ښار کښې د یاغیانو پر وړاندي د سوريې د پوځ تر مرګوني عملیاتو وروسته، له روسیې سره په سوریه کښې د همغږي پای ته رسولو ګواښ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جان کربي وویل: «د روسیې له لوري په حلب کښې د بریدونو د پای ته نه رسیدو په صورت کښې، موږ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی چې د سوریې په هکله به خپلې دوه اړخیزې اړیکي پای ته ورسوو.»

کربي زیاته کړه چې جان کیري دا واضح کړې چې د سوریې د حالت په هکله چې ملکي کسان پکښې په خطر کښې دي، د امریکا متحدو ایالاتو او د دوی متحدین روسیه ګرمه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د امریکا دغه لوړپوړي ډپلومات له خپل روسي سیال سرګي لاروف سره د ټلیفون له لارې د خبرو په ترڅ کښې د امریکا د دریځ په هکله ښکاره معلومات ورکړي دي.

د حلب د جنګ د څار خپلواکي ادارې د شمیرو له مخې له تیري اونۍ راهیسې چې د روسیې په ملاتړ د سوريې پوځ په حلب باندي پوځي عملیات پیل کړي دي، څو دغه ښار له یاغیانو بیرته ونیسې، له ۲۵۰ څخه ډیر ملکي کسان وژل شوي دي.

خبرو ته د روسیې چمتوالی

د امریکا له څرګندونو وروسته، د روسیې پوځ په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي چې دوی د سوریې د کړکیچ په هکله له خپل متحد امریکا سره د ګډ کار له پاره چمتو دي او د هغه په وینا چې ژنيو ته د سلا مشورو له پاره یې یو هیئت لیږلی دی.

روسیه او امریکا په سوریه کښې د سپتمبر میاشتې د اوربند د ناکامیدو پړه پر یو بل اچولې ده.

که چیري دغه اوربند تر یوې اونۍ د ډیر وخت له پاره غځیدلی وای، امریکا او روسیه به د القاعدې او داعش ډلې د هدفونو د ځپلو له پاره په ګډه بریدونه کړی وای، چې دا له میاشتو راهیسې د روسیې غوښتنه وه.

مسکو د اوربند ماتولو پړه پر یاغیانو اچوي او پر امریکا متحدو ایالاتو تور لگوي چې دوی د غرب له خوا ملاتړ کیدونکو د الشام جبهه یې له القاعدې سره د اړیکو د پریکون په چاره کښې پاته راغلي دي.

د امریکا متحدو ایالات په سوریه کښې د روسيې په ملاتړ د سوریې د پوځ عملیات او د بشري مرستو په یوه کاروان تر برید وروسته، په سوریه کښې د اوربند د نه پلي کیدو پړه پر روسیه اچوي، هغه څه چې روسیه یې ردوي.

د جنګي جرایمو ترسره کیدل

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د چهارشنبې په ورځ د یاغیانو تر ولکې لاندې حلب باندې بریدونه د «حلالولو له ځای» سره پرتله کړل.

هغه وویل چې هغوی چې ویجاړونکي وسلې کاروي پوهیږي چې دوی یو جنګي جرم ترسره کوي. په قصدي توګه د روغتونو بمبارول یو جنګي جرم دی. هغه همدا راز وایي چې اساسي روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي مخنیوي د نړیوالو بشري حقونو خلاف کار دی.

د چهار شنبې په ورځ هوايي بریدونو او بمباریو د یاغیانو تر ولکې لاندي حلب کښې له ټولو اتو پاتو روغتونونو څخه دوه نور هم ویجاړ کړل.

په ورته وخت کښې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ین مارک ایرلاوت وویل چې هغوی به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په حلب کې د اوربند په هکله د یوه پریکړه لیک وړاندیز وکړي. ایرلاوت د فرانسې وکیلانو ته وویل چې اوسمهال موږ د دغه پریکړه لیک پر سر بحث کوو ترڅو په حلب کښې اوربند نافذ شي.

تیره اونۍ لندن او واشنګټن په روسیه تور پوري کړ چې روسیه په حلب کښې جنګي جرم ترسره کوي، خو مسکو دغه تورونه په کلکه ردوي.

له۲۰۱۱م کال راهیسې هغه وخت چې د سوریې پوځ په یوه سوله ایز لاریون چې له ولسمشر اسد څخه یې د استعفا غوښتنه کوله بریدونه وکړل له دې وروسته شخړې پیل شوې چې په پایله کښې یې تراوسه تر ۳۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي او د سوریې کابو نیمايي نفوس بې ځایه شوی دی.

نور مطالب