1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امریکا مرسته سوي الوتکي کار نه کوي»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲۹, یکشنبه

د افغانستان د دفاع وزات پر امریکا متحده ايالاتو نیوکه کړې ده چې له ملي پوځ سره مرسته شوي الوتکي هغسي چي باید وای د دوی له پاره اغیزمینتوب نه لري.

https://p.dw.com/p/17ffN
Das afghanische Militär hat seine Luftwaffe mit Hilfe der USA mit Helikoptern aufrüsten können. Die Bilder hat uns unser Korrespondent Hoshang Hashemi am 12.12.2011 geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Afghanistan Militär USAانځور: DW

د افغانستان د دفاع وزیر پر داسي مهال پر خپل نژدې متحد امریکا نیوکه کوي چې پرون جمهور رئیس کرزي هم پر خپلو مسلح قواوو ږغ وکړ، چې پس له دې نه شي کولای د عملیاتو پر مهال د بهرنیو هوايي ځواکونو مرسته وغواړي.

کرزي دغه بندیز په کونړ کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د یو شمیر اولسي خلکو تر وژني وروسته ولگاوه.

د دفاع وزير بسم الله محمدي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۷) په کابل په یوه نظامي غونډه کې پوځي جنرالانو ته دوینا پرمهال وویل چې نړیوالي ټولني د افغانستان له هوايي ځواکونو سره هغسي چې په کار وه مرسته نه ده کړي او په تیرو دولسو کلونو کې یې دغه ځواک هیر کړی وو.

هغه وایي د امریکا له خوا دوی ته ورکړل شوي شپاړس الوتکي د افغان هوایي ځواک له پاره ګټوري نه دي ثابتي شوي او دا یوه لویه تیروتنه وه.

دغه سي ۲۷ ډوله الوتکي واشنګټن د افغان پليو ځواکونو د انتقال او لوژستیکي عملیاتو د سمبالولو له پاره په تیرو څو کلونو کې افغان پوځ ته په واک کې ورکړي دي.

د جنرال محمدي په خبره کې یې هوایي ځواک سمبال نه شي د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه په ښه توګه د ملک د ساتنې جوګه نه وي:

«له بده مرغه باید ووایم چې د امریکا له لوري له موږ سره مرسته شوي ۱۶ سي ۲۷ ډوله ترانسپورتي الوتکو سمه نتیجه ور نه کړه، پر دې باندي نوري خبري نه کوم، دا د دې لامل شوه چې موږ په خپل هوايي ځواک کې ډیري نیمګړتیاوي ولرو او ډیر وروسته پاته شو.»

د افغانستان هوایي ځواک تراوسه پر پښو نه دی دریدلی

دغه قواوي د ګوتو په شمیر ترانسپورتي الوتکي لري او هغه هم ډیری شمیر يې له تخنیکي ستونزو سره ترمخامخ کیدو وروسته درول شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه راپورڅه موده دمخه وویل چې افغان ځواکونه هغسي چې باید د الوتکو د الوت او ترمیم له پاره روزل شوي وای نه دي چمتو او له بهرنیو تخنیک کارانو پرته نه شي کولای الوتکي فعاله وساتي.

په همدې حال کې په دغه خبري غونډه کې د افغانستان د کورنیوو چارو وزیر بیا د امنیت د لیږد د پروسي په باب څرګندوني وکړي.

جنرال مجتبی پتنګ وویل چې افغان کورني ځواکونه په نیمګړو تجهیزاتو د دې وړتیا لري چې ورته سپارل شوي سیمي په ښه توګه د دښمن له ګواښ څخه وساتي.

د نوموړي په خبره چې د بهرنیو مرستندویانو ژمني باید له افغان پوځ سره عملي بڼه خپله کړي ځکه افغان قواوی که هغه هوايي او که هم ځمکنۍ دي لازمو تجهیزاتو ته اړتیا لري:

«په ډيره ښه توګه د انتقال درې مرحلې سر ته ورسېدې، چې موږ مسئولیتونه له بهرنیو ځواکونو اخیستي او هلته زموږ ځواکونه ځای پر ځای شوي هلته په بشپړه توګه امنیت ټینګ شوی دی.»