1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا نویو وړاندیز شویو بندیزونو ته د شمالي کوریا ګواښ

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا باندې د نوو بندیزونو له پاره رایه اچونه کوي. امریکا متحده ایالاتو د نوي بندیزونو طرحه وړاندې کړي خو د نوو جزایي اقداماتو په هکله توافق د پوښتنې وړ موضوع ده.

https://p.dw.com/p/2jhmI
UN Sicherheitsrat Nordkorea-Konflikt
انځور: picture-alliance

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو له پاره د پلان شوې رای اچونه په درشل کې امریکا متحدو ایالاتو یوه کمزوري مسوده وړاندې کړې ده. په نیویارک کې دیپلوماتانو ویلي دي چې په نوې مسوده کې ځانګړي جزایي اقدامات نه دي شامل.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې پر شمالي کوریا باندې د تیلو په برخه کې د پراخه بندیزونو پر ځای د اومو تیلو په سوداګرې او د هغې د تصفیې په برخه کې محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي. همداشان د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون، د سفر بندیز هم له دغې مسودې څخه لیرې کړل شوی دی. خو د شمالي کوریا د مهم نساجۍ صنعت پر صادراتو به بندیز پر خپل ځای پاتې وي.

آیا چین او روسیه به توافق وکړي؟

دا چې پریکړه لیک ومنل شي، له ۱۵ غړو هیوادونو څخه باید ۹ یې په پلویتوب خپلې رای وکاروي او پر دې سربیره د پنځو ویټو حق لرونکو هیوادونو امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، روسیه او چین څخه یې کوم یو خپل د ویټو حق و نه کاروي. په نیویارک کې دیپلوماتانو ویلي دي چې متحده ایالات د نوي پریکړه لیک د مسودې سره د چین او روسیې غوښتنې تر یوه حده په نظر کې نیولي دي. خو دا لا معلومه نه ده، چې چین او روسیه به پر دې باندې توافق وکړي او که نه.

اوسمهال جنوبي کوریا د خپل ګاونډي هیواد پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه کوي. د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیري کنګ کیونګ هووا، ویلي دي چې شمالي کوریا په خپلو اتومي او د توغنديزو آزموینو سره د بې پروایي مسیر ته ادامه ورکړې ده.

د شمالي کوریا ګواښ

شمالي کوریا د نوې پریکړه لیک له کبله د متحدو ایالاتو پر وړاندې ګواښ کړی دی. د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس کې سي ان اې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي که چیرې د واشنګټن حکومت خپل پلانونه تطبیق کړي، نو په وینا به یې د هغې مناسبه بیه ورکړي.

په پام کې ده چې د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دغه هیواد پر وړاندې د نوي مسودې په هکله رای اچونه وکړي. که چیرې دغه پریکړه لیک ومنل شي، نو دا به د شمالي کوریا پر وړاندې تر اوسه تر ټولو سخت بندیزونه وي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: