1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا، هند او افغانستان ترمنځ نوې همکارۍ

۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د متحده ایالاتو او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګتن کې موافقه وکړه چې د افغانستان له پرمختیا سره د مرستې په موخه به یوه درې اړخیزه مشورتي ټولنه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/15ESV
انځور: Reuters

د یوه امریکایي خبري آژانس (PTI) د رپوټ له مخې امریکا متحده ایالاتو د هغې یوې درې اړخیزې مشورتي ټولنې له جوړیدو سره موافقه کړې ده چې هدف ئې د جګړه ځپلي افغانستان د بیارغاونې د پروسې ګړندي کول دي. د دغې موافقې له مخې به له افغانستان سره مشوره کیږي چې څرنګه هغه خپل د کرهنې سکتور، د کانونو استخراج، انرژی، د ظرفیتونو لوړولو او بنسټيزو تأسیساتو ته وده ورکړي چې ورو ورو له اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو باندې ودریږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس ام کریشنا، سره د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ موافقه وکړه چې زموږ د درې هیوادونو (هند، افغانستان او متحده ایالات) د یوې درې اړخیزې مشورتي ټولنې د جوړیدو پر لور مخ پر وړاندې ګام واخلو.»

له دغې غوڼدې وروسته هغوی یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه چې پکښې د افغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج، کرهنې، انرژۍ او ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې د درو واړو هیوادونو د ګډو سلا مشورو خبره یاده شوې ده.

د روانې میاشتې په پای کې هند د لومړي ځل له پاره په نوي دهلي کې د افغانستان په هکله د نړیوالو پانګه والو د یوه کنفرانس کوربتوب پر غاړه اخیستی دئ.

کلنتن خبریالانو ته وویل: «موږ ډیر خوښ یو چې هند د افغانستان د خلکو د راتلونکې د سوکالي له پاره ژمن دئ. هند تر اوسه پورې له افغانستان سره د بیا رغاونې په برخو کې د دوو ملیارد ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.»

هغی یادونه وکړه چې د «وریښمو د لرغونې لارې د بیرته رغولو له پاره ابتکار» په نوم د پانګوالو د کنفرانس کوربتوب پر غاړه اخیستل، د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او له هغوی سره مرسته له افغانستان سره د هند د همکاریو نورې بیلګې دي.

کلنتن د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «زه ډیره خوښه یم چې افغانستان له دا ډول عملي ملاتړ څخه برخمن کیږي. ځکه دا د هر یوه په ګټه ده چې افغانستان په یوه امن او ثبات لرونکي هیواد بدل شي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هند په افغانستان کې «تل رغوونکی نقش لوبولی دئ.» هغه د دواړو هیوادونو تاریخي، کلتوري او سوداګریو اړیکو ته چې له پیړیو راهیسې موجودې دي، اشاره وکړه. کریشنا د افغانستان په ګاوندي هیواد پاکستان کې د «ترهګرو د اډو» شتون د سیمې د ثبات له پاره ستر ګواښ وګاڼه.

د هند او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي: «په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امنیت د خوندي ساتنې له پاره ضروري ده چې د تروریزم او افراطیت ریښې هر چیرې چې وي له منځه ولاړې شي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش