1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په منهتن کې د چاودنې په تړاو د یو افغان پلټنه

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه

د نیویارک د پولیسو څانګې ويلي دي چې دوی د منهتن په سیمه کښې د چاودنې د پوښتنو او څېړنو په تړاو د یوه افغانی الاصله امریکايي په لټه کښې دي. د دې ښار ښاروال، ویلي دي چې دغه ۲۸ کلن احمد خان رحماني کیداي شي په وسلو سمبال وي.

https://p.dw.com/p/1K4yf
USA Attentäter Ahmad Khan Rahami
انځور: picture-alliance/AP Photo

دي بلاسیو له سي.ان.ان تلویزیون سره په خبرو کښې وویل: «موږ باید دغه کس ژر تر ژره پیدا کړو.» هغه همدا راز وايي چې زما تجربه دا ده چې کله د امریکا د پلټونو فدرالي اداره (FBI) څوک په نخښه کړي، بیا هغه پیدا کوي.

په منهتن کې چاودنه چې د بخار په يوه دیګ کښې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول، په جرسي کښې د ګازو د پیپ چاودنه او د جرسي ښار د ریل په تمځای کښې د پنځه نورو چاودیدونکو توکو موندلو په اړوند چارواکي لا هم د امریکا په دغو ایالتونو کښې د تیري اونۍ د دغو چاودنو ترمنځ د اړیکو پر موندلو کار کوي.

د امریکا د پلټونو فدرالي ادارې یا «اف. بي. ای» د ویاندي، کیلي لنګمیسر په حواله د یکشنبې په شپه په منهتن کې د چاودنې په تړاو د «اف. بي. ای» مامورینو د بروکلین په سیمه کښې یو «شکمن موټر» تلاشي کړ.

که څه هم هغې په دې هکله نور معلومات ور نه کړل خو یوه دولتي چارواکي چې په دې هکله ورته معلومات ورکړل شوي ول، اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل چې له دې موټر څخه پنځه کسان په منهتن کښې د «اف. بي. ای» ادارې ته د پوښتونو او ګرویږنو له پاره وړل شوي.

دغه چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط دغه څرګندونې وکړې، ځکه دوی ته د دې څېړنو په هکله د خبرو کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

لنګ میسر وویل چې تر اوسه د پیښې په تړاو څوک تورن نه دي او څېړنې ادامه لري.

د دیموکراتانو د ګوند غړی او د دې ایالت والي، اندریو کومو چې د منهتن ښار د چاودنې له ځای څخه یې لیدنه کوله، وویل چې د نړیوالې ترهګرۍ سره د دې پیښې اړیکې نشته. هغه همدا راز وویل چې موندل شوي چاودیدونکي توکي چې په دیګ بخار کښې ځای په ځای شوي، د چاودنې له موادو سره ورته والی لري. هغه په دې هکله نور جزیات ور نه کړل.

د یکشنبې په ورځ د فدرالي قانون پلې کوونکې یوه چارواکي وویل چې د چلسي په چاودنه کښې «تنرایت» ډوله چاودیدونکي مواد کارول شوي وو. د هغه په وینا دغه مواد د لوبو په هټیو کښې موندل کیږي او ورڅخه د هدف ویشتنې د تمرین له پاره کار اخیستل کیږي.

د «تنرایت» چاودیدونکو توکو موندل د چارواکو له پاره ډیر مهم دي، څو دا وڅیړي چې د جرسي د ګازو د پیپ چاودنې او د چلسي د چاودنې ترمنځ کومه اړیکه شتون لري او که نه.

د دواړو چاودونو له سیمو څخه مبایلونه هم موندل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کښې چارواکو چې د څېړنو په هکله د خبرو اجازه یې نه درلوده، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د جرسي د چاودنې په سیمه کښې د «تنرایت» مواد نه دي موندل شوي خو تور رنګه مواد ترلاسه شوي دي چې په هکله یې څېړني رواني دي.

د ګازو دغه پیپ د یکشنبې په ورځ ناوخته د جرسي ښار د سيسایډ پارک په سیمه کښې د زغاستې د یوې لوبې څخه مخکې وچاودید. د زغاستې دغه سیالۍ وځنډوله شوه او چاته پکښې زیان ونه رسید.

د یکشنبې ورځې ناوخته د جرسي ښار د الیزیبت د ریلونو په تم ځای کښې پنځه نوري چاودیدونکې الې وموندل شوې. د الیزیبت ښاروال، کریستین بولویګ وویل چې دغه چاودیدونکې الې په یوه بکس کښې موندل شوې چې په کثافت دانې کښې چول شوي. د هغه په وینا دوو کسانو په کثافت داني کښې د لینونو په لیدلو سره چارواکو ته خبر ورکړ. د دې مواد د لمنځه وړلو په اوږدو کښې چاودنه هم رامنځ ته شوه خو مرگ ژوبله یې نه لرله.

چارواکو تر اوسه له دیګ بخار سره جوړ شوي د بم په هکله معلومات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي دي چې لینونه او مبایل پکښې کارول شوي وو. د شبنې په شپه ناوخته پولیسو دغه بم له منځه وړی دی.

په ۲۰۱۳م کال کښې د بوستن د زغاستې د سیالیو په چاودنه کښې چې درې کسان پکښې ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، له دیګ بخار څخه بم جوړ شوی وو.