1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په ولسمشري ټاکنو کې نوماندو مرستیالانو مناظره وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعه

د امریکا په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندو ولسمشرانو، نومول شوو مرستیالانو جو بایدن او پاول راین تلویزیوني مناظره وکړه. هغوی د افغانستان په گدون د امریکا پر بهرني سیاست او اقتصاد باندې خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/16Ofq
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوباما او رامني تر تلویزیوني مناظرې وروسته، د جمعې په شپه د هغوی له خوا نومول شوو مرستیالانو دیموکرات جوبایدن او جمهوري غوښتونکي پاول راین سره مناظره وکړه. په دې مناظره کې د بحث اصلي موضوعگانې د امریکا اقتصاد او بهرني سیاستونه ول.

د ولسمشر اوباما مرستیال نوماند جو بایدن، په دې مناظره کې ۴۲ وارې د میت رامني د مرستیال پاول راین خبرې قطع کړې. راین د مناظرې پر مهال د خپل سیال په پرتله غلی ښکاریده ځکه دا د هغه لومړۍ منظاره وه.

د دې مناظرې یوه موضوع افغانستان وو. د ولسمشر اوباما مرستیال جو بایدن، وویل چې افغانان باید د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. خو د میت رامني نومول شوي مرستیال بیا وویل، نه غواړي چې متحده ایالات په افغانستان کې خپلې لس کلنې بریاوې له گواښ سره مخامخ کړي. دواړو پر دې خبرې باندې موافقه وکړه چې امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځي حضور راکم کړي.

پاول راین وویل چې د اوباما له هغه سیاست سره موافق دئ چې له مخې ئې افغانانو ته د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه سپارل کیږي. خو هغه ټینگار وکړ چې امریکا باید له افغانستان څخه د وتلو له پاره یوه نیټه اعلان نه کړي.

تر افغانستان مخکې د بحث لومړۍ موضوع په لیبیا کې د متحده ایالاتو پر سفارت باندې برید وو، چې په کې دې هیواد کې د متحده ایالاتو د سفیر په گډون څلور تنه امریکايي دیپلوماتان ووژل شول. پاول راین د اوباما پر ادارې باندې نیوکه وکړه چې ولي ئې له لومړي سره دغه پېښه یو ترهگر برید و نه باله او پر ځای ئې د اسلام ضد فلم پر وړاندې مظاهرو باندې نیوکې کولې. پاول راین وویل: «ولسمشر تر دوو اونیو وروسته وویل چې دا یو ترهگر برید وو.»

جو بایدن بیا پر پاول راین او میت رامني باندې د دې په خاطر نیوکې وکړي چې هغوی په لیبیا کې د امریکا پر سفارت تر برید لږ وروسته په یو ه خبري کنفرانس کې خبرې وکړي. هغه وویل چې هغه کسان چې د دې برید تر شا دي هغوی ته به جزا ورکړل شي. بایدن زیاته کړه چې د امریکا حکومت به هيڅ کله هغه اشتباه گانې بیا تکرار نه کړي چې په پایله کې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده.

تر دې وروسته د ایران وار راغی. پاول راین د اوباما پر ادارې باندې نیوکه وکړه چې ایران ته ئې څلور کاله نور وخت ورکړ چې خپل ځان د اټومي وسلو جوړولو ته ورنزدې کړې خو بایدن بیا وویل چې «ایران اوس هم د اټومي وسلو له جوړولو ډیر لیرې دﺉ.»

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې تر مناظرې وروسته څیړنې ښيي چې دواړو نومول شوو مرستیالانو په دې مناظره کې خپله دنده ښه تر سره کړه. جو بایدن باید د اوباما تر ارامه مناظرې وروسته په خپلو خبرو کې یو څه شدت ښکاره کړی وای چې هغه دا کار په ډیره ښه توګه تر سره کړ او پاول راین هم هڅه وکړه چې په مخکینۍ مناظره کې د میت رامنې حاکمیت ته ډیر تاوان و نه رسوي چې هغه هم په دې کار بریالی شو.

مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبري آژانس، اسوشیتد پرس)
کتونکی: عبدالباري حکیم