1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکې دفاع وزير افغانستان او د امریکې لوی درستيز پاکستان ته تللی

۱۳۸۷ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د امریکې متحده ایالتونو د دفاعې چارو وزيرRobert Gates پرون پرته له دې چې مخکې يې خبر خپورشوې وې، کابل ته رسيدلاې دی.

https://p.dw.com/p/FJfj
Robert Gates او حامد کرزۍ
Robert Gates او حامد کرزۍانځور: AP

دې به په افغانستان کې ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د امریکايې ايتلافې ځواکونو د قوماندانانو سره وګوری. Robert Gates په داسې يو وخت کې کابل ته ځې چې په افغانستان او پاکستان کې تند لارې طالبان ډیر پیاوړې شوې دې. د افغانستان د چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې په افغانستان کې د ملکې وګړو د تلفاتو د ورځ په ورځ زياتیدلو په موضوع باندې هم خبرې وشې.
د امریکې لوی درستيز Mike Mullen
د امریکې لوی درستيز Mike Mullenانځور: picture-alliance/ dpa

په همدې وخت کې د امریکې لوې درستيز ميښايل مولن پرون په ناڅاپې دول سره پاکستان ته تللې دې. مولن به په پاکستان کې د دغه هيواد د چارواکو سره د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کې د تندلارو اسلامې ډلو د مليشاو په ضد د جګړو په هکله خبرې وکړې.

دغه خبره د پاکستان دفاعې چارو وزارت پنتاګون کړې. په اسلام آباد کې به د امریکې متحده ايالتونو لوې درستيزمولن د دغه هيواد د لمړې وزير يوسف رضا جيلانې او د پاکستان د پوځ مشر اسحق کيانې سره وګورې. د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کې حالات ناکراره ده. امريکایان غواړې چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په قبايلې سيمو کې عملیات سرته ورسوې، خو پاکستانيان د امریکایانو له دې کار سره مخالف دې.

دغه ديپلوماتيکي هڅې په داسې وخت کې روانې دي، چې د ملګرو ملتونو د يو رپوټ په اساس، د تير کال به پرتله د ملکي خلکو د وژلو په شمير کې په سلو 39 زياتوالې راغلې دی. ډير شمیر انسانان د هغه ګوزارونو په اثر وژل شوې، چې په ښونځيو، کلنیکونو او بازارونو کې شوې. څه نا څه 800 ملکې وګړې د طالبانو او نورو تندلارو ډلو له خوا وژل شوې. خو 570 تنه نور د هغه عملیاتو په وخت کې وژل شوې چې د افغان امنیتې او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا شوې. د ملګرو ملتونو د ټولنې د بشري حقونو سازمان د مسولینو د خولې څخه ويل شوې، چې په افغانستان کې طالبان غواړې ځينې کسان لکه ډاکتران، ښونکې او د امنيتې چارو مسولين وویروې، ترڅو د دولت سره کار ونکړې. په خبر کې ويل کیږې چې يواځې د آګست په مياشت کې به افغانستان کې 330 تنه ملکې وګړې وژل شوې.