1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي تړون نه لاسليکولو کاروبار فلج کړی دی

حسين سيرت۱۳۹۲ دی ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان يو شمېر عام وکړي وايي چي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون د نه لاسليکولو موضوع د دوی پر کار و بار باندي منفي اغېزه کړې ده. يو شمېر مدني ټولنو هم په دې اړه اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1Aqxv
انځور: dapd

په کابل کي د مدني ټولنو يو شمېر استازو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۵) جمهور رييس حامد کرزي ته يو قلم هديه کړ، څو په هغه باندي له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليک کړي او افغانستان د جنګ او بحران له خطره وژغوري.

که څه هم چي مشورتي لويي جرګې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسلیکول تاييد کړه خو بيا هم ولسمشر حامد کرزی د هغه له لاسليکولو څخه ډډه کوي او ويلي يې دي، ترهغه وخته پوري چي د سولي خبري عملاً پيل سوي نه وي او د افغانانو پر کورونو باندي د بهرنيو ځواکونو عمليات نه وي بند سوي دغه تړن به لاسليک نه کړي.

په کابل کي د یوه رستورانت خاوند سکندر، وايي چي په دې وروستیو وختونو کي یې مشتریان لږ سوي دي. هغه زیاتوي: «دا روښانه ده چي اغېزه لري. ته خپله اوس وینې چي په رستورانت کي یو کس لا هم نه سته. خلک د یوه بدلون په تمه دي او نه غواړي چي خپلي پيسې مصرف کړي. دا یوه ښکاره خبره ده.»

په عین حال کې د امنیتي تړون د نه لاسلیکدو موضوع د جایدادونو د خرڅلاو پر کار و بار باندي هم اغېزه کړې ده. دغه کار و باريان وایي چي څوک د دې جرأت نه کوي چي کورونه رانیسي، ځکه په خبره يې څوک پر راتلونکي باندي اعتماد نه لري.
د دغه شان یوه دفتر مالک حاجي رضا، وایي: «د دغه تړون د نه لاسلیکدو خبري پر ټولو خلکو باندي اغېزه کړې ده. له اقتصادي لحاظه راکړه ورکړه او همداراز د جایدادونو معاملې هم په ټپه درېدلي دي. فابریکې هم فلجي دي ځکه اقتصاد کمزوری دی.»

د کابل د دغه اوسیدونکي په خبره د امنیتي تړون نه لاسلیکدل د دې عامل سوی دی چي سوداگر پر راتلونکې باندي اعتماد له لاسه ورکړي او خپلي پانگي له افغانستان څخه وباسي. هغه وایي: «ټول د تیښتي په حال کې دي. کله چې اعتماد موجود نه وي ټول خلک تښتي. آن هغه کسان چي په کابل کي کار کوي هم په دې تلاښ کي دي چي خپلي پانگي وباسي.»

ولسمشر ته د قلم استول

په عین حال کې یو شمیر مدني ټولنو یو لوی قلم د افغانستان پارلمان ته ورکړی دی، څو استازي هغه ولسمشر کرزي ته ورکړي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د دغو سازمانونو غړي د پارلمان د دروازې مخ ته راټول سوي ول او له ولسمشر کرزي څخه یې وغوښتل چي د هغوی په خبره د افغانانو سرگرداني او بې برخلیکۍ ته خاتمه ورکړي.

د آزادو رسنیو او خبریالانو د همغږۍ مرکز ویاند صمد امیري، هم د هغو کسانو په ډله کي وو چي د پارلمان مخي ته راټول شوي ول. هغه وویل: «افغانستان اوس په یوه کړکېچن وضعیت کي دی. زموږ غوښتنه له ولسمشر کرزي څخه دا ده چي له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. افغانستان صادقه گاونډيان نه لري او موږ د نړیوالو همکاریو ته اړتیا لرو.»

د مدني ټولنو دغو استازو وویل چي که د کابل واشنگټن امنیتي تړون لاسلیک نه سي او امریکا خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي، نو دغه هیواد به یو وار بیا په کورنۍ جنګ کي ډوب سي.