1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت ته د ناټو د عمومي منشي خبرداری

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۸, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي وايي که کرزي له واشنګټن سره ژر تر ژره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک نه کړي، نو د خپلو امنيتي ځواکونو «مهم» مالي ملاتړ به له خطر سره مخامخ کړي. خو کرزي ويلي دي چي ګواښونو ته به تسليم نه سي.

https://p.dw.com/p/1AyBN
انځور: Reuters

اندرس فوغ راسموسن د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۷) په بروکسل کي ويلي دي چي په هغه صورت کي که کابل له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نو دا به ډيره ستونزمنه وي چي د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ دي سره راټول سي.

واشنګټن په وارو وار ويلي دي چي که کابل دغه امنيتي تړون لاسلیک نه کړي نو دوی ته به بله لاره پاته نه وي، بې له دې چي خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. ناټو په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي يو بل «روزنيز ماموريت» پيل کړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه امنيتي تړون چي د تيرکال له وروستيو مياشتو راهيسي ورباندي خبري رواني دي په مجموع کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د امریکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي.

دغه تړون دغه راز د هغو هيوادونو له پاره لکه آلمان چي غواړي په افغانستان کي خپل يو شمېر عسکر پرېږدي يو چوکاټ بلل کيږي.

راسموسن د تړون د نه لاسليک کولو په اړه وويل چي «د افغانستان سياسي مشران بايد د تړون د نه لاسليک کولو منفي تاثيرات چي د دغه هيواد پر امنيتي ځواک باندي يې کوي له پامه ليري نه کړي.»

دغه ډينمارکي وويل چي د تړون د نه لاسليک کولو په صورت کي به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او بيا به نو «ډېره ستونزمنه» وي چي د افغان امنيتي ځواک چي شمېر يې نزدې ۳۵۲۰۰۰ تنو ته رسيږي مالي ملاتړ دي سره راټول سي. هغه زياته کړه چي په دغسي يوه حالت کي نو زه نه پوهيږم چي د کابل حکومت به دغه مرستي له کومه کوي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تر هغه وخته پوري چي «امريکا د افغانستان د سولي پروسه عملاً پيل نه کړي او طالبان يې سولي نه وي هڅولي او په دغه هيواد کي د افغانانو پر کورونو باندي پوځي عمليات بند سوي نه وي دغه دوه اړخيز امنيتي تړون به لاسليک نه کړي.

هغه د تيري شنبې ورځ په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي پر هغه باندي په فشار راوستلو سره به هيڅ وخت امنيتي تړون لاسليک نه کړي: «موږ به هيڅکله ګواښونه، فشارونه او رواني جنګ دې ته مجبوره نه کړي چي امنيتي تړون لاسليک کړو.»