1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي تړون په اړه د کرزي موقف پر افغانستان څه اغېزه کړې ده؟

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

د افغان او امریکايي حکومتونو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي شوې دي او ولسمشر کرزی له واشنګټن سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کوي. اوس په دغه هيواد کي هرڅه ستونزمن ښکاري او له سياسي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

https://p.dw.com/p/1B4g2
انځور: DW/H. Sirat

که څه هم ولسمشر کرزي د امریکا متحده ایالاتو په مرسته په افغانستان کې ۱۲ کاله حکومت وکړ، خو اوس داسي ښکاري چې هغه پر امریکا او امریکا پر هغه باندي اعتماد نه لري.

ولي امریکا متحده ایالات ستړی شوی دی؟

امریکايي چارواکو فکر کاوه چې له افغان حکومت سره تر میاشتو خبرو اترو وروسته بالاخره په دې توانیدلي دي چې د یوه امنیتي تړون پر متن باندې موافقه وکړي. خو د تړون پر متن تر موافقې وروسته او مشورتي لویې جرګې تر تصویت وروسته هم ولسمشر کرزی د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه انکار کوي. دغي خبري د ډیرو امریکايي سیاستوالو حوصله تنګه کړې ده.

اوس چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي سرتیرو برخلیک روښانه نه دی، نو له همدې کبله امریکايان او په خاصه توګه د ناټو ځواکونه کولای نه شي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل احتمالي حضور په اړه پریکړه وکړي. د امریکا د دفاع وزیر چاک هېګل تیره اوونۍ خبریالانو ته وویل: «تاسو نه شي کولای چې د نظر اختلاف ته دوام ورکړی، ځکه یو وخت بیا دغه تفاوتونه د پلان جوړولو بهیر له ستونزو سره مخامخوي.»

په هر حال امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دوه پلانونه پر مخ بیولای شي. لومړی دا چې که امنیتي تړون لاسلیک شي، نو تر۱۰۰۰۰ پورې سرتیري به په افغانستان کې پریږدي او نور ځواکونه به وباسي. خو که دغه تړون لاسلیک نه شي نو امریکا به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او په دې ترتیب سره به افغان سرتیري له طالبانو سره په جګړه کي یوازي پریږدي.

دغه وضعیت پر ناټو باندي څه اغېزه لري؟

تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د غړو هیوادونو د سرتیرو پاتېدل د کابل-واشنګټن په امنیتي تړون پوري تړاو لري. له هغه وروسته چې کابل او واشنګټن د دې تړون په اړه یوې موافقې ته ورسیږي نو د ناټو نور غړې به هم بیا له کابل سره د خپلو سرتیرو د وضعیت په اړه خبري اتري پیل کړي. خو که امریکا او افغانستان امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو دا به د ناټو د نورو غړو له پاره سخته خبره وي چې له خپلو پارلمانونو څخه په افغانستان کې د سرتیرو د پرېښولو له پاره ملاتړ ترلاسه کړي.

د افغانستان له ماموریت څخه د ناټو په غړو هیوادونو کې ضعیفه عامه ملاتړ ته په کتو سره داسي ښکاري چې که امریکایان په دې هیواد کې د خپلو سرتیرو په پرېښولو و نه توانیږي نو د ناټو نور غړي به په دې اړه په خپلو پارلمانونو کې له ستونزي سره مخامخ شي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن، ویلي دي چې کابل باید پر ناټو باندي د ولسمشر کرزي له خوا د تړون د نه لاسلیکولو د پریکړي منفي اغېزې هم په پام کې ونیسي.

پر نړیوالو مرستو باندي د دې وضعیت منفي اغېزې څه دي؟

د تړون له لاسلیکولو څخه د ولسمشر کرزي انکار وختي لا له افغانستان سره پر نړیوالو پر مختیایي مرستو باندي منفي اغېزه کړې ده. د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د ۲۰۱۴ کال له پاره له دې هیواد سره په خپلو پرمختیایي مرستو کي۵۰ سلنه کمښت راوستی دی او هغه یې یوازې ۱.۱۲ میلیارده ډالرو ته رسولي دي.

امریکایي سناتور لیندسي ګراهام چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتېدو پلوي دی ان تر دې اندازې پوري د ولسمشر کرزي له موقف څخه په غوسه شوی دی چې وایي که تړون لاسلیک نه شي نو کیدای شي پر افغانستان باندي ټولي پرمختیایي مرستي بندي شي. د جمهوري غوښتونکو دغه سیاستوال ویلي دي: «دا مفکوره چې زموږ څخه دي ډیر څه ترلاسه شي باید له منځه ولاړه شي.»

افغان حکومت د خپلو چارو د پر مخ بیلو له پاره نړيوالو مرستو ته سخته اړتیا لري او له دغو مرستو پرته به د دغه هیواد اقتصاد ډیر ژر د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ شي. یوازي په ۲۰۱۳ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لګښت ۶.۵ میلیارده ډالرو ته ورسېد. تر لسو کلونو لاس خلاصو مرستو وروسته اوس مرستندویه هیوادونه هم د پخوا په شان له افغانستان سره له مرسته کولو سره علاقه نه لري.

ولي افغان ځواکونه تر فشار لاندي دي؟

په وروستیو لسو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو ډیر پرمختگ کړی دی. خو دا چې کیدای شي په ۲۰۱۴ کال کې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، افغان ځواکونه ډیر په تشویش کي کړي دي. جنرال دمپسي وایي چې افغان ځواکونه اوس په دې اړه اندیښنه لري چې ایا په راتلونکې کې به د نړیوالي ټولني ملاتړ ورسره وي که نه. په امريکا کي د انستیتوت ويلي دي چي د افغانستان په ختیځ کې اوس افغانان په دې اړه زړه نا زړه دي چي امنیتي ځواک ته خپل زامن ورکړی که نه.

پر اقتصاد باندي د دې وضعیت اغېزه څه ده؟

د امنیتي تړون نامعلومه برخه لیک په افغانستان کې پر اقتصاد باندي ډېره منفي اغېزه کړې ده. د ځمکو او کورونو بيي په بې ساري ډول کښته شوي دي، پانگوال زړه نا زړه دي او ساختماني پروژې هم درېدلي دي.

افغانان اوس کم مصرف کوي او ډیري پیسې ذخیره کوي، څو د یوه کړکېچ د رامنځ ته کیدو په صورت کې له افغانستان څخه د وتلو توان ولري. له بلي خوا بیا بزگر ډیر کوکنار کري، څو ډېري پیسې ترلاسه کړي.