1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي تړون په لاسليکولو کي ځند افغان پوځ ته تاوان رسوي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۴, پنجشنبه

د امريکا لوی درستيز وايي چي په افغانستان کي د عسکرو د پاتېدو يا نه پاتېدو په برخه کي کولای سي د يوې سياسي پريکړي له پاره په مياشتو صبر وکړي. خو د امنيتي تړون په لاسليکولو کي ځنډ د افغان امنيتي ځواک اعتماد ته تاوان رسوي.

https://p.dw.com/p/1ATGM
انځور: DW/H. Hashami

د امریکا لوی درستيز جنرال مارتين دمپسي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د ديسمبر۴) په پنتاګون کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي د دوه اړخيز امنيتي تړون په لاسليکولو کي ځنډ د دوی له پاره نه، بلکي د دوی د نورو متحدينو له پاره ستونزي پيښي وي.

هغه وويل نور هيوادونو د نوي ماموريت د پيلېدو له پاره د خپلو پارلمانانو و تصويب او پلان ته اړتيا لري.

د افغان ولسمشر حامد کرزي له مقاومت سره سره امريکا متحده ايالات غواړي چي دغه دوه اړخيز تړون د روان کال ترپايه پوري لاسليک سي. خو کرزی وايي چي دغه تړون دي د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته نوی افغان ولسمشر لاسليک کړي.

جنرال دمپسي وويل چي «دغه دوه اړخيز امنيتي تړون دي اوس لاسليک سي.» هغه زياته کړه د دغه تړون په لاسلیکولو کي ځند د وسله والو طالبانو پر ضد په مبارزه کي د افغان امنيتي ځواک پر خپل ځان باندي د باور د له لاسه ورکولو سبب کيږي.

دمپسي وويل، که افغان امنيتي ځواک د دې جوګه وای چي اوس په يوازي سره له طالبانو سره په جنګ کي ستونزي نه لري دوی به دومره اندېښمن نه وای.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوه چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط يې خبري کړي دي ويلي دي چي د دغه امنيتي تړون نه لاسليکول نړيوال ملاتړ ته تاوان رسوي: «خبره يوازي د ځواکونو د ايستلو او نورو د راوستلو نه ده، بلکي خبره د يوه نړيوال ملاتړ ده چي د افغانستان له پاره پيسي برابروي او امنيت يې ټينګوي.»

خو د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ويلي دي چي افغانستان به هيڅ وخت له مالي ستونزو سره مخامخ نسي، ځکه په خبره يې هغه نړيوالي ژمني چي له دوی سره سوي دي هغه عملي کيږي.

له بلي خوا د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري د سه شنبې په ورځ په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډي پرمهال وويل چي کرزی مجبوره نه دی چي تړون په خپله لاسلیک کړي، بلکي د افغانستان د دفاع وزير بسم الله خان محمدي کولای سي چي هغه لاسليک کړي.

خو د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي بې له ولسمشره کرزي به بل څوک دغه سند لاسليک نه کړي.