1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا د افغانستان په اړه خبري کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان کي د امنيت د بشپړ انتقال پر بهير او په را روان کال کي د 30 زرو امريکايي سرتيرو وتل څيړي.

https://p.dw.com/p/11pqe
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا
د ملگرو ملتونو د امنيت شوراانځور: AP

د 15 هيوادونو دغه شورا چي مشري يې د المان سفير پيترويتګ کوي د سې شنبې په ورځ ويلي د دغه غونډي تر ټولو مهم ټکی به کابل ته د امنيت د انتقال وي، پر دې سربيره به د افغان دولت په مشري د طالبانو سره د پخلايني خبري اتري هم تر بحث لاندي ونيول سي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی چي د 2012 م کال تر دوبي به له افغانستان څخه خپل 33 زره سرتيری را وباسي. د امريکا متحده ايالات په افغانستان کي شاوخوا سل زره سرتيري لري. همدار راز د ناټو د غړو هيوادونو 60 زره سرتيري هم د افغانستان د امنيت په ساتلو کي ونډه لري.

ويټګ دا خبره بربنډه کړې چي افغان دولت د امنيت شورا څخه غوښتنه کړې چي د ځينو طالبانو نومونه د القاعدې شبکې او ترهګرو طالبانو د ليست څخه جلا کړي.

د سلګونو تنو د نومونو دغه ليست به له دولت سره مرسته وکړي تر څو شکمن کسان وپيژندل سي او پر هغوی باندي بنديزونه ولګول سي.

د امنيت شورا د تروريزم سره د مبارزې کمېټه چي مشري يي ويټګ کوي په دوامداره توګه په دغه ليست کي نومونه اضافه کوي او يا هم هغه کسان چي پړ ونه بلل سي د هغوی نومونه له دغه ليست څخه ليري کوي.

ويټګ يو مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي، که چيري طالبان د زور زياتي څخه لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کيږدي او د ترهګرو ډلو سره خپلي هر ډول اړيکي وشلوي، نوم يي له دغه ليسته ليري کيږي.

ويټګ ويلي:« په راتلونکي اونيو کي موږ د ځينو نومونو د ليري کولو توقع لرو.» همدار راز هغه ويلي د القاعدې ليست د طالبانو د ليست څخه جلا دی، ځکه دغه دواړه ډلي اوس په افغانستان مختلف فکرونه لري.

د کابل دولت د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو د ځينو مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دي، چي دا د پخلايني د پروسې سره مرسته کوي، تر څو په افغانستان کي روان کړکيچ د سياسي لاري حل سي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل