1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا د ايساف ماموريت يو بل کال اوږد کړ

۱۳۸۹ مهر ۲۲, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وويل چي ايساف لا ډيري مودي ته اړتيا لري ترڅو وشي کولاي خپل ټاکل شويو هدفونوته په افغانستان کي ورسيږي

https://p.dw.com/p/PeL5

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د چهارشنبه په ورځ پريکړه وکړه چه د ناټو په مشري بهرني قوايي به د 12 نورو مياشتو لپاره په افغانستان کي عمليات کوي ترڅو وکړاي د افغانستان امنيتي قواوو د پياوړتيا لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک (International Security Assitance Force) چي په خپل مخفف ايساف باندي په افغانستان کي شهرت لري، د ماموريت موده د 2011 کال د اکتوبر د مياشتي تر يولسمي نيټي تمديد شوي دي.

د ناټواو امريکايي سرتيري يو زيات شمير د ايساف د 120000 سرتيرو په ډله کي عمليات کوي او په افغانستان کي د امنيت په ټينګولو او د طالبانو سره په جګري کي بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وويل چي ايساف لا ډيري مودي ته اړتيا لري ترڅو وشي کولاي خپل ټاکل شويو هدفونوته په افغانستان کي ورسيږي.

هغي شورا د ايساف له ځواکونو څخه غوښتنه کړي چي د افغان ملي پوځ وروزي او هغه ځواکمن کړي تر څو له هغه څخه هغسي يو پوځ جوړ شي چي په خپلو پښو ولاړ وي او د خپل هيواد امنيت د ساتلو مسووليت په خپله غاړه واخلي.

په همدي حال کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان د امنيتي حالاتو او د طالبان، القاعدي او نوروغيري قانوني وسلوالو ګروپونو د زور زياتيو په اړوند انديښنه ښودلي ده او د جګړي له افغان اړخونو څخه يي غوښتي دي چي د يو سياسي سوليز ديالوګ په موخه په رغونکو خبرو اترو کي سره ګډون وکړي.

په عين وخت کي له بروکسل څخه چيرته چي د ناتو مقر دي، د هغه سازمان يو لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چي د ناتو تر مشري لاندي نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک په کابل د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مشرانو د تماسونو لپاره آسانتياوي برابروي.

خو نوموړي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل چي د هغوي يعني افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بحثونه لا په لومړي پړاو کي دي او سړي نه شي کولاي چي هغو ته د خبرو اترو نوم ورکړي.

د آلمان خبري آژانس/رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: عبدالباري حکيم