1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا غړو افغانستان ته سفر وځنډاوه

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د امنيت شورا د غړو د سفر د څنډولو ملاتړ کړی دئ. په پلان کي وه چې د امنیت شورا غړي په روانه میاشت کي دغه هيواد ته سفر وکړي خو دغه سفر د امنیتي ستونزو له کبله ځنډول شوی دﺉ.

https://p.dw.com/p/16NhH
انځور: dapd

ملګرو ملتونو ترهغه وروسته له خپلي دې پریکړي څخه دفاع وکړه چي ځینو دیپلوماتانو پر دې پریکړي باندي په خصوصي ډول اعتراض وکړل. د دې سازمان د امنیتي ادارې مشر ګریګوري ستار، د امنیت شورا غړو ته سپارښتنه کړې وه چې په راتلونکو څو اوونیو کې دي د امنیتي اندیښنو له کبله افغانستان ته سفر نه کوي.

خو ټولو دیپلوماتانو د ستار پر سپارښتني باندي نیوکي و نه کړي. د هغو دیپلوماتانو له ډلي څخه چې افغانستان ته ئې سفر پلان شوی وو ځینو ئې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ستار پر سپارښتنو باندي پوره باور لري.

د دغو دیپلوماتانو په خبره دا به غیر عاقلانه کار وي چې د ستار له خوا د افغانستان د امنیتي وضعیت څیړنه جدي و نه نیول شي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق، ویلي دي چې د امنیت شورا دیپلوماتانو ته د افغانستان په هکله امنیتي سپارښتنه د «تر ټولو ښو معلوماتو» پر اساس شوې وه. هغه ویلي دي: «موږ د (امنیتي) سپارښتنو ملاتړ کوو او نور جزئیات به ورنه کړو.»

ملگرو ملتونو له ۲۰۰۱ کال راهیسي د افغان حکومت ملاتړ کړی دئ. د وروستي ځل له پاره د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو پوځي عملیات د یوه بل کال له پاره هم وغځول. ملگري ملتونه هم په افغانستان یوه ځانگړې اداره لري چې یوناما نومیږي.

د دې ادارې مشر جان کوبز ویلي دي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ويلي دي چي د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د دې شورا د غړو د کلکو ژمنو شاهد وو. هغه همداراز وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان حکومت سقوط و نه کړي.

په پلان کې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. د کړکېچ نړیوال سازمان د رواني اوونۍ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان په ټاکنو کې چې په ۲۰۱۴ کال کې تر سره کیږي درغلی وشي، کیدای شي چې د دغه هیواد حکومت سقوط وکړي. خو ملگرو ملتونو او افغان حکومت دغه خبره په کلکه رد کړه.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ناټو په افغانستان کې یوازې د افغان ځواکونو په روزنه بوخته وي. خو روسیې ویلي دي چي که د ناټو دغه عملیات هم د ملگرو ملتونو له خوا تصویب نه شي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له ناټو سره د افغانستان په برخه کې همکاري و نه کړي.

د ناټو یوه چارواکي هم د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا به ډيره ښه خبره وي چې که تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د ناټو روزنیز عملیات د ملگرو ملتونو له خوا تصویب شي.

مسعود جهش (رویترز، اې پي اي)
کتونکی: نجیب الله زیارمل