1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیتی مسوولیت د لیږدولوغونډه

۱۳۸۹ بهمن ۸, جمعه

د افغانستان د جمهوری ریاست په یوه غونډه کی د افغان ځواکونو د شمیر د زیاتوالي او له بهرنیو ځواکونو د امنیت د لیږد د پروسې د چټکولو لپاره په څلورو کلیدې ټکو سپینې خبري وسی.

https://p.dw.com/p/QwAt
د افغانستان ملی اردو سرتيری
د افغانستان ملی اردو سرتيریانځور: dpa

د افغان ځواکونو د شمیر د زیاتوالي او له بهرنیو ځواکونو د امنیت د لیږد د پروسې د چټکولو لپاره اړتیا ده تر څو له کورنیو ځواکونو سره د نړیوالو د مرستې اوږد مهالې ژمنې تر لاسه کړو.

دغه مسله په هغه غونډه کې څیړلې سوې چې د افغانستان د ملې امنیت شورا او ولسمشر پکې برخه لرله.

ټاکل سوي چې د روان ۲۰۱۱ کال له جولاۍ میاشت څخه له افغانستان نه د خارجي عسکرو د وتلو لړۍ پیل سي.

کورنیو سرتیرو ته د امنیت د لیږد پروسه لا وختې پيل سوي ده . په لومړي ګام کې څو میاشتې دمخه د پلازمینې ټولې امنیتي چارې ناټو افغان دولت ته وسپارلي.

په هغه غونډه کې چې تیره ورځ ناوخته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې سوي په دې ټینګار سوی چې څرنګه کیدای سي افغان ځواکونه په لنډه موده کې له خارجی سرتیرو د ملک چارې پر غاړه واخلي.

په غونډه کې چې مشرۍ یې افغان ولسمشر حامد کرزي کوله په دې خبرې وسوي چې باید له نړیوالې ټولنې له افغان ځواکونوسره د اوږد مهالو مرستو هوکړه واخیستل سي.

د ملې امنیت شورا یوې باورې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سې نن دویچې ویلې ته وویل چې د غونډې په سر کې د امنیت د لیږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزې د افغان ملي دفاع وزارت او ملي پوځ د حالت جاج واخیست.

په غونډه کې پریکړه وسوه چې د افغانستان له نړیوالو متحدینو سره باید افغان ځواکونو ته د امنیت د سپارلو د پروسې په برخه کې په څلورو کلیدې ټکو سپینې خبري وسي او په دې برخه کې باید له هغو د دوامدارو مرستو ژمنه واخیستل سي.

اول: هغه لګښتونه چې د امریکا متحده ایالتونه یې پر افغان پوځ باندي کوې باید پس له دې د افغان دولت ته وسپارل سي چې له دغې لارې ولګول سي.

دوهم : افغان ملي پوځ مسلکي وړتیا، مجهزو تاسیساتو، هوایې ځواک او درنو وسلو ته اړتیا لري چې له ځنډ پرته باید دغه اړتیاو مرفوع سي.

دریم : په ټولو قل اردو ګانو کې باید د وسلو او اکمالاتی توکو زیرمتونونه جوړ سي تر څو پکې د پوځیانو لپاره پکې کافي جګړیز او نور توکې موجود وي.

څلورم: افغان دولت د خپلو سرتیرو د شمیرې له ډیر والي سره په هغه شرط هوکړه کوي چې نړیواله ټولنه یې د اوږد مهال لپاره د لګښتونو د برابرولو لپاره ټټر ووهي.

دغې سرچینې له دویچې ویلې سره په خبرو کې دا هم وویل چې جمهور ریس د ملي امنیت شورا مشر، د انتقال د پروسې مسول او د ملي دفاع وزیر ته دنده وسپارله چې سره له اوسه د بهرنیو ځواکونو له مشرتابه او د امریکې د متحده ایالتونو له لوړ پوړو جنرالانو سره په دې باب خبري اتر پیل کړي.

ټاکل سوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونه په یوازي سر د ملک ټولي امنیت چاري پر غاړه واخلي.

افغان دولت ته د امنیتي مسولیت د لیږد پروسه لا وختې له کابله پيل سوي چې ټاکل سوي په راتلونکې مارچ میاشت کې بل هغه ولایت مشخص سي کوم چې امنیتي مسولیت به یې په بشپړه توګه د ناټو ځواکونو څخه افغان پوځیانو ته سپارل کیږي.

کابل/ جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم