1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امنیت شورا باید ژر عمل وکړی»

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون، او د سوریې له پاره د هغه ځانګړي استازي، کوفي عنان دواړو د نوموړی هیواد په روان کړکیچ کې د ژر تر ژره عمل له پاره غوښتنه کړې ده. په سوریه کې حالا اوس کړکیچن دي.

https://p.dw.com/p/15ASn
انځور: dapd

په سوریه کې له وروستۍ عام وژنې سره سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخپله یوه درې ساعته غوڼده کې پر کوم غبرګون باندې موافقه و نه کړه. د ملګرو ملتونو د عمومي غوڼدې پر وړاندې کوفي عنان د سوریې په لانجه کې پر نړیوالې ټولنې باندې د یووالي غږ وکړ. په عینې وخت کې هغه هغو اړخونو ته خبرداری ورکړ چې د سولې د هڅو مخه نیسي. له دې خبرې څخه د عنان مقصد د روسیې او چین دریځ ته اشاره وه چې د امنیت په شورا کې د سوریې پر خلاف د پریکړو مخه نیسي.

په سوریه کې د یوې نوې عام وژنې پېښې ته په اشاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون، چې معمولا د تندې لهجې له کارولو څخه ډه ډه کوي او خپله غوښتنه په دیپلوماتکیه توګه بیانوي وویل چې د نړیوالې ټولنې د زغم کاسه ډکه شوې ده: «څومره نور به موږ زور زیاتی غندو. څومره نور به موږ خپل قهر او غوسه څرګندوو؟»

بان دغه پوښتن ډوله بیان، د خبریالانو پر وړاندې ورکړ، هغه پوښتنه چې څوک ورته ځواب نه شي ویلای. ځکه چې د امنیت په شورا کې ژور اختلاف موجود دئ او هغه هیوادونه چې د دې شورا دایمي غړي دي، هغوی د ویتو حق لري او چې زړه ئې و نه غواړي هیڅ پریکړه په شورا کې نه فیصله کیږي.

روسیې او چین چې د سوریې د بشار الاسد د رژیم له ملاتړ کونکو څخه دي، په وار وار سره د هغه پر ضد د بندیزونو د پریکړو مخه نیولې ده. په همدې وجه بان یو ځل بیا د امنیت د شورا پر غړو غږ وکړ چې یو موټی عمل وکړی: «موږ باید په یوه غږ خبرې وکړو او څرګند پیغام ورکړو چې څه غواړو.»

د بان له وینا څخه داسې ښکاره کیده چې د اسد رژيم د ملګرو ملتونو او د عرب لیګ د ګډ استازي کوفي عنان د سولې پلان نه مني. له دې مخکې عنان خبرداری ورکړی وو چې ښایي وضعیت په سوریه کې ډیر ژر له کنترول څخه ووځي. سره له دې هم هغه ونه غوښتل چې د خپل ماموریت د ناکامۍ په اړه وغږیږي: «زه ډاډه نه یم چې ایا دغه پلان ناکام شوی دئ او که په کافي اندازه په عمل کې پلي شوی نه دئ.»

عنان وویل چې په همدې وجه باید لارې چارې وموندلې شي چې دغه پلان خوندي پاتې شي، ځکه د هغه په خبره په اوسني وخت کې د هغه له پاره یو رښتینی «بدیل» نه شته. د بان په څیر عنان هم په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو خبرداری ورکړ. هغه یادونه وکړه چې که چیرې دا پلان تطبیق نه شي، د ناخوالو پایلو مسئولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د هغه د ناکامولو لامل ګرځیدلي دي.

دغه ډول یادونه په ملګرو ملتو کې د المان استازي پیتر وتیګ، هم وکړه: «موږ په دې عقیده یو چې د امنیت شورا باید ځینې جبري پریکړې وکړي. د هغو په جمله کې د اسد د رژیم پر ضد او د ټولو هغو اړخونو چې د عنان پلان ته درناوی نه لري هم باید پریکړې وشي.»

خو داسې غوښتنه هغه وخت عملي کیدای شي چې چین او روسیه پخپل اوسني دریځ کې بدلون رامنځ ته کړي او د امنیت د شورا د یوې داسې پریکړې پر ضد د ویتو له حق څخه کار وا نه خلي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش