1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا د دمشق چاودنې وغندلې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په سوریې کې وروستۍ بمي چاودنې وغندلې او پر رژیم او د رژیم پر مخالیفنو ئې غږ وکړ چې له تاوتریخوالې څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/14tfU
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په سوریې کې وروستۍ چاودنې په کله وغندلې او له ټولو اړخونو څخه ئې وغوښتل چې په عاجل ډول د کوفي عنان د سولې پلان پلي کړي. د امنیت شورا په خاصه توگه په سوریې کې د تاوتریخوالې د درولو غوښتنه وکړه.

د ملگرو ملتونو عمومي سر منشي بان کیمون، او متحده ایالاتو هم په دمشق کې تر سره شوي بریدونه غندلي دي او د سوريې پر رژیم ئې غږ کړی دئ چې د کوفي عنان د سولې پلان پلي کړي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې وویل چې تر سره شوي بریدونه د بهرنیو کسانو کار دئ.

په سوریې کې د تیرې ورځې چاودنو ۵۵ کسان ووژل او ۳۷۲ تنه ئې ټپيان کړل. د سوریې رژيم د تل په څیر د دې بریدونو پړه پر ترهگرو باندې واچوله.

دمشق وویل چې وروستۍ چاودنې ښیې چې په سوریې کې داسې ترهگر فعاله دي چې بهرنیان ورڅخه ملاتړ کوي. دمشق د ملگرو ملتونو د امنیت پر شورا باندې غږ وکړ چې د هغو هیوادونو، ډلو او خبري آژانسونو مخه ونیسي چې په سوریې کې د ترهگرو ملاتړ کوي او یا هم پخپله په ترهگریزو فعالیتونو لاس پورې کوي.

پرله پسې بمې چاودنې

په لندن کې یوه څارونکي سازمان ویلي دي چې چاودنې د استخباراتي ادارې په یوې ودانۍ کې رامنځ ته شوي دي. د دې سازمان په حواله د چاودنو له ډلې څخه یوه ئې په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو موادو له کبله رامنځ ته شوې ده. خو د سوریې دولتي تلویزیون بیا ویلي دي چې دواړه چاودنې په موټرو کې د ځای پر ځای شوو موادو د چاودنې له کبله رامنځ ته شوي دي.

په وروستیو کې په دمشق کې ډیر ځلي بمي بریدونه تر سره شوي دي. د چهار شنبې په ورځ خو ان د ملگرو ملتونو پر څارونکو باندې هم برید وشو چې په پایله کې هیڅ یو څارونکی هم ژوبل نه شو خو د هغوی لس ساتونکي ټپیان شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض