1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا د سوریې په اړه نوی وړاندیز وکړ

۱۳۹۵ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې له پاره د یوه نوي اوربند او په حلب ښار کې په عاجله توګه د جګړې د دریدو غوښتنه شوې ده. روسیې بیا دغه غوښتنه یو بې ګټې تکتیک بللی دی.

https://p.dw.com/p/2Qqse
Syrien Aleppo Lufangriffe
انځور: Reuters/A. Ismail

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۳يمه نېټه) د یوې نوې اعلامیې په اړه خبرې اترې پیل کړې. د دغې اعلامیې په مسوده کي د سوریې په حلب ښار کې په عاجله توګه د جګړې د دریدو غوښتنه سوې ده.

د دغې اعلاميې غوښتننه د فرانسې له خوا شوې ده او په کې غوښتل سوي چې ملګري ملتونه باید په سوریې کې د یوه راتلونکې اوربند څارنه وکړي او د جګړې هغو اړخونو ته یې د لا ډیرو اقداماتو ګواښ کړی دی چې له اوربند څخه سرغړونه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازې فرانسیس دیلاتري، د امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي دي: «موږ فکر کوو چې دا زموږ مسوولیت دی چې په خپل توان کې هر څه ترسره کړو. موږ باید هر هغه څه چې د انسانانو په وس کې دي، ترسره کړو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په حلب کې د وژنو پای ته رسیدو هدف تر شا یو ځای ودریږي.»

تیره مياشت د روسیې او امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی اوربند مات شو. د اوربند تر ماتیدو وروسته د سوریې په حلب ښار کې وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د اوربند تر ماتیدو وروسته امریکا متحده ایالاتو له روسیې سره د روسیې په اړه کار ځنډولی دی، او روسیې هم ویلي دي چې پر حلب ښار باندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي ترڅو د «ترهګرو لاس ته د دې ښار د لویدو مخه ونیسي».

د دوشنبې په ورځ ناوخته روسیې سم دستې د فرانسې له خوا دغه وړاندیز شوې اعلاميه وغندله او ویې ویل چې دغه اعلاميه د سوریې د شخړې کوم عملي حل لارې نه وړاندې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې ویتالي چرکین، وویل چې لا وختي د سوریې د اوربند د څار میکانیزمونه شته چې په سمه توګه نه دي کارول شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب