1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا د مالي په هکله پر پریکړه لیک موافقه وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه
https://p.dw.com/p/16PUo

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په مالي کي د اسلامپاله وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو له پاره لاره هواره کړې ده. د نوموړې شورا غونډې په اکثريت سره يو پړېکړه ليک تصويب کړ چي په کي د افريقايي هيوادونو په مشرۍ د مالي له پوځونو سره د مرستي ملاتړ سوی دئ.

په پرېکړه ليک کي له ایکوواس نومي لوېديځ افريقايي اقتصادي تړون څخه غوښتنه سوې ده چي په مالي کي د اسلامپالو پر ضد خپل پلان لا دقيق کړي. د مالي يو شمیر سيمې د الطوارق نومي ملیشو او اسلامپاله وسله والو ډلو له خوا د روان میلادي کال په مارچ کي نیولې سوې وې.

نوموړو ډلو په دغو سيمو کي د یوه خپلواک هيواد د رامنځ ته کیدو اعلان هم کړی وو. اوس د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون 45 ورځې وخت لري چي د مالي حکومت او د هغه افريقايي ملاتړو ته د اسلامپالو د شړلو له پاره پلان وړاندي کړي.