1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په افغانستان کې د ناټو ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ

۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبه

د امنیت شورا افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ. د امنیت شورا د ناتو پر غړو غږ وکړ چې د افغانستان په عملیاتو کې لا ډیره ونډه واخلي. شورا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه

https://p.dw.com/p/12r75
د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه
د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا غونډهانځور: dapd

د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتی ۱۲ نیټه) د رایو په اتفاق سره په افغانستان کې د ناټو د ۱۳۰ زره ایتلافې ځواکونو د ماموریت دوره د یو بل کال لپاره هم وغځوله او په افغانستان کې یې د روانې ترهګري، جنایې فعالیتونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړیدو په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شوری پریکړه لیک همداراز د پوځ او د پولیسو د روزنې د پروسې د لا ګړندې کولو غوښتنه وکړه ترڅو د امنیت د انتقال د بهیر د پروسې کې مرسته وشي او افغان امنیتي ځواکونه په دې وتوانیږي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د خپل هیواد امنیتي چارې خپله ټینګي کړي.

په پریکړه لیک کې پر ټولو هیوادونو غږ شوی چې د پرسونل، تجهیزاتو او نورو منابعو په برابرولو کې دې په افغانستان کې د نړیوالو مرسته کوونکو ځواکونو (آیساف) سره برخه واخلي او په افغانستان کې دې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو کوښښونو ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شوری همداراز ویلي چې په افغانستان کې وضعیت نړیوالې سولې او امنیت ته اوس هم ګواښ ګڼل کیږي. د امنیت شوری د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر تر ۱۳ نیټیې پورې د آیساف ماموریت په افغانستان کې وغځوه.

د روانې میاشتې په سر کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا، شکایت کړی وو چې د ناټو ډیر غړي هیوادونه د افغانستان په جګړې کې د ضروروت وړ روزونکو او د پیسو په برابرولو کې پاتې راغلي.

که څه هم په افغانستان کې نړیوال ځواکونه د ناټو تر قوماندې لاندي کار کوي، خو د مالي مرستو لویه برخه یې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري برابریږي. امریکا په افغانستان کې شاوخوا سل زره سرتیري لري.

د امنیت شوری په افغانستان کې د هغو ننګونو چې له یو بل سره تړاو لري، د امنیت پر تامینولو، ښې حکومتوالۍ، بشري حقونو، د قانون حاکمیت، حساب ورکولو او پرمختیا باندې ټینګار وکړ او په عینې وخت کې د نشه یې توکو د سوداګرۍ او اختلاس پر ضد مبارزه یې مهمه وګڼله.

همداراز د امنیت شوری په افغانستان کې د امنیت پر وضعیت او په خاصه توګه پر روان تاو تریخوالي؛ د طالبانو، القاعدې او نورو وسله ډلو له لوري د ترهګري او جنایي فعالیتونو او نشه اي توکو د تجارت په اړه خپله جدي اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې د لوړوالې په اړه هم انديښنه ښکاره کړي. په دغه مورد کې د امنیت شورا په خاصه توګه د ماشومانو او د میرمنو مرګ ژوبلي ته اشاره کړې. د امنیت د شوری په وینا د ملکي وګړو مرګ ژوبله د طالبانو، القاعدې او د نورو سخت دریځو ډلو له لوري رامنځته کیږي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش