1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شوری په کانگو کې د یاغیانو یوې ډلې ته خبرداری ورکړی دئ

۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه
https://p.dw.com/p/16Thj

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری ویلي دي، پلان لري چې د کانگو په دموکراتیک جمهوریت کې د M 23 په نوم د یاغیانو د ډلې د مشرانو پر وړاندې بندیزونه وضع کړي. پر دغه ډلې تور لگول کیږي چې د اپریل د میاشتې راهیسې د دولت پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه په ډکو اقداماتو کې لاس لري. دغه خبرداری د هغو گنگوسیو وروسته ورکول کیږي چې گواکې دغه یاغیان په روانډا او یوگنډا کې د چارواکو له خوا حمایه کیږي.

د ملگرو ملتونو د کارپوهانو یو رپورټ چې په روانه اونۍ کې بربنډ شوی وو، په کې پر گاونډیو هیوادونو د وسلو د انتقال تور پورې شوی وو. په دغه غیر مستقیم خبرداري کې چې تیره ورځ دواړو هیوادونو ته ورکړل شوی اضافه شوې ده چې ملگري ملتونه به د هغو هیوادونو پر وړاندې نور بندیزونه وضع کړي کوم چې دغه یاغي ډلې ته وسلې ورکوي. خو د روانډا او یوگنډا هیوادونه بیا دغه ادعا ردوي.