1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انتخاباتو کمېسيون: د ولسمشر کرزي فرمان به تر څېړني لاندي ونيسو

۱۳۸۷ اسفند ۱۱, یکشنبه

د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون يووار بيا وويل، د زمري 29 چي د اګست د شلمي نيټې سره برابره ده هغه نيټه ده چي دوی کولای سي، د جمهوري رياست انتخابات په لاره واچوي.خو بياهم د جمهوري رياست فرمان تر څېړني لاندي نيسي...

https://p.dw.com/p/H3Wn
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

په عيني وخت کي د جمهوري رياست د دفتر د يوه خبر له مخه، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري،هيلري کلينټن د جمهور رييس کرزي سره په يوه ټيلفوني اړيکه کي پرون د انتخاباتو د وخت په هکله خبري وکړې، مخکي تر دې د بهرنیو چارو د وزارت وياند، رابرت وود، وويل، واشنګټن غوره ګني چي د اګست په مياشت کي انتخابات وسي.

کرزي د شنبې په ورځ ديو فرمان په صادرولو سره وويل چي د اساسي قانون له غوښتني سره سم د انتخاباتو وخت ټاکل سوی دی. د هغه د جمهوري رياست دوره د غواي د مياشتي په 21 نيټه پای ته رسيږي او د قانون له مخه د دغي دورې د پای ته رسيدو څخه د مخه د دوو مياشتو په موده کي بايد انتخابات وسي.

خو دا موضوع اوس نوره هم لانجه منه سوې، د انتخاباتو کمېسيون د جنورۍ په مياشت کي اعلان کړی ؤ چي د انتخاباتو له پاره د اساسي قانون مهال ويش مراعاتولای نه سي، ځکه د عادلانه او سمو انتخاباتو د تر سره کولو له پاره وخت ته اړتيا لري، په همدې وجه يې د اګست 20 نيټه وټاکله. د انتخاباتو د کمېسيون د وينا د مخه تر هغه پوري به د ناټو هغه اضافي سرتيري هم افغانستان ته ورسيږي چي د انتخاباتو په موخه د امنيت د ساتلو له پاره ګمارل کيږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستيال، ذکريا بارکزي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل، دغه کمېسيون لا تراوسه پر خپل دريځ باندي ټينګ ولاړ دی. خو هغه دا هم وويل، چي کمېسيون د جمهور رييس پر فرمان باندي هم غور کوي،خو تر اوسه پوري يې په رسمي توګه ترلاسه کړی نه دی.

خو داچي جمهور رييس دا صلاحيت لري چي د انتخاباتو وخت وټاکي که څنګه، ذکريا له تبصرې څخه ډه ډه کړې.

د اګست د 20 نيټې څخه د افغانستان نړیوالو متحدينو هم ملاتړ کړی دی. د جمهوري رياست، ولايتي شورا ګانو او د ولسواليو د شوراګانو له پاره انتخابات چي ټول بايد یوځای تر سره سي، څه ناڅه230 مليونه ډالرو ته اړتيا ده.

د امريکا ولمسشر بارک اوباما او د بهرنيو چارو وزيره مېرمن کلنټن
د امريکا ولمسشر بارک اوباما او د بهرنيو چارو وزيره مېرمن کلنټنانځور: AP

متحده ايالاتو د شنبې په ورځ څرګنده کړه، چي د اګست د مياشتي انتخابات ډير ښه وخت دی تر څو هر افغان وکړای سي د خپل خوښي کانديد ته د امن په فضا کي رايه ورکړي.

امنيتي وضعيت د انتخاباتو له پاره ستره ننګونه ده. د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون غړې مېرمن آرين يون چي تيره اونۍ د يو ښځينه پارلماني پلاوي د يوې غړي په توګه د ناټو مرکز د بلجيم پلازمېني بروکسل ته تللې وه، د آلمان ږغ راډيوسره په ځانګړې مرکه کي آن د اګست د مياشتي انتخابات هم تر سوال لاندي ونيول، دا خو پريږده چي هغه دي اوس د اپريل په مياشت کي وسي.

«موږ د ناټو چار واکو ته وويل چي انتخابات اوس امکان نه لري، ځکه امنيتي وضعيت مناسب نه دی، که چيري يوه ولسوالي ونه سي کړای چي په هغو کي برخه واخلي، نو دا انتخابات خپل مشروعيت له لاسه ورکوي، حال دا چي همدا اوس نيم افغانستان د جګړې په اور کي سوځي.»

خو څارونکي وايي، یو دليل چي ولي جمهور رييس کرزي انتخابات د اپريل مياشتي ته رامخ ته کړل، ښايي دا وي چي د هغو نيوکو مخه ونيسي، چي د افغانستان قانوني واکمني څرنګه خوندي وساتل سي.