1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انتخاباتو ګټونکی په حقيقت کښي اصلي بايلونکی دی

۱۳۸۸ شهریور ۱۹, پنجشنبه

د حامد کرزي څخه بين امللي ټولني ډير توقعات درلودل . د بڼ د پيترس بيرګ د تړون اصلي چهرې بايد په هيواد کښي سوله ،امنيت او دموکراسي راوستلې وای ...

https://p.dw.com/p/JZKV
انځور: AP

خو پر هغو ټولو تورونو سربيره چه تر اوسه د انتخاباتو پر نتايجو رامنځته سوي دي ،يو شی معلوم دی او هغه داچه په افغانستان کښي نه امنيت ،نه سوله ، او نه دموکراسي راغلې ده . خاصتأ اوس د دموکراسۍ د پروسې پر قهرمان باندي سخت تورونه لګول کيږي . ښکاريږي چه دده ټيم په انتخاباتو کښي ډيري جعل کارۍ او لاس وهني کړي دي ،چه اوس بايد هغه وڅيړل سي .

د ډيرو افغانانو دپاره دا خبره طبعأ د تعجب وړ نده ،ځکه چه د کرزي ټيم پخوا هم د پوښتني وړ ؤ . پر دغه ټيم باندي د اختلاس او اداري فساد تورونه ،د هيرويينو د قاچاقبرانو سره نژديوالی ،د اقتصاد دخرابيدو او نور ډير لګيدلي دي . او په انتخاباتو کښي لاسوهنه د هغه ددغه ډول کارو ادامه ده . يو خراب اثر ،ځکه چه دی به پدې وسيله نور پر دموکراسۍ باندي باور زيات نکي . او ټول هغه کسان چه د طالبانو پر سختو تهديدو سربيره انتخاباتي حوضو ته د رايو د ورکولو دپاره تللي وه ،اوس بايد احساس وکي ،چه تقلب ورسره سوی دی . او که څه هم انتخاباتي فيصدي لږ وه ،او هغه به د کرزي په مخکي والي کښي لږ تغير راولي ،خو بيا به هم دا دراتلونکي حکومت د کار دپاره سخته وي .

تر ټولو خرابه د افغانستان د نظامي متحدينو لکه امريکا،برتانيې او يا جرمني دپاره ده ،چه غوښتل يې ژر تر ژره د افغانستان څخه د خپلو قواوو د راوتلو نيټه همدااوس لا تعينه کي . خو ددې دپاره يو باثباته حکومت چه يو بااعتماده جمهوررييس ولري ،ضرورت دی ، چه د امنيتي مسايلو مسؤليت پخپله پلاس کښي ونيسي ،او مقاومت وکولای سي .

Golte_Sybille.jpg
د DW آلمان ږغ راډيود آسيايي چارو مسؤله Golte, Sybille،چه دغه مضمون يې ليکلی دی

د خارجي قواوو د راوتلو د وخت د تعينولو څخه بايد اوس لا هيڅ خبري ونسي . افغانستان بيا هم يو نه چاودلی بم پاته کيږي ،او پدې وسيله به په غير مستقيم ډول د ناټو تر اثر لاندي پاته سي .

پر حامد کرزي او دده پر انتخاباتي ټيم باندي طبعأ انتقادونه رامنځته سوي دي ، خو طبعأ بايد هغه څوک هم د ځان څخه پوښتنه وکي ،چه د انتخاباتو جريان يې تمويل کړی دی . نو آيا دوی بايد انتخابات د جعل کارۍ په مقابل کي نه وای ډاډمن کړي .

اروپايي ټولني چه په اول سر کښي د ډيرو مثبتو انتخاباتو څخه يادونه کوله ،بايد په هغه وخت کښي يې په فورمولبندۍ کښي د ډير احتياط څخه کار اخيستی وای . او اوس بيا د جعل کارۍ څخه خبري کوي . طالبان اوس په دغو ضد ونقيص خبرو پوهيږي ،او د هغه څخه د خپل پروپاګنډ په حيث په آسانۍ سره استفاده کوي .

اوس بايد يو بل څوک هم دهغه څخه ګټه واخلي ،او خپل لاسونه پاک کي . د افغانستان د همسايه هيواد ايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد به اوس طبعأ دې ته اشاره وکي ،چه د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي جعل کارۍ د ايران په مقايسه دوه چنده دي .

آيا دا ټولي خبري د افغانستان په باب د عموي ستراتيژۍ د تغير په معنی دي . نه طبعأ نه . ځکه چه د دموکراسۍ، بيا ابادولواو د سولي په خاطر د تدابيرو په مقابل کي بل الترناتيف نسته . او هغه خلګ چه په جرأت سره انتخاباتو ته تللي وه ،تر څو دموکراسي پياوړې سي ،يوازي پرې نږدي . خو پر ټولو انتظاراتو سربيره انتخاباتو دغه پروسه پر مخ نه بوتلل ،بلکه شاته يې واچول .

Golte, Sybille/

کتونکی : محمد قاسم نوري