د انتخاباتي دوسيو د څېړلو دپاره ځانگړې محکمه جوړيږي
۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبهد افغانستان لوی څارنوال وايي چي په انتخاباتو پوري مربوط په سلهاوه دوسيې يې د څېړني دپاره ستري محکمې ته سپارلي دي.
ستري محکمې ويلي ول چي په لسو ورځو کي به دغه دوسيې وځېړي او پايلي به يې اعلام کړي، ولي اوس وايي چي ددې دپاره بايد يوه څانگړې محکمه جوړه سي.
د ستري محکمې د نشراتو ريس عبدالوکيل ويلي دي چي ددې دپاره چي په انتخاباتو پوري مربوط دوسيو سمي څېړني وسي جمهوري رياست ته يې يو ځانگړې محکمه لېږلې ده.
« دې قضاياو ته د رسيدو دپاره مو د حقوقو په برخه کي يوه ځانگړې محکمه تصويب کړې او د هغې ترکيب مو جمهوري رياست ته پيشنهاد کړې تر څو حقوقي او جزايي قضاياوي تفکيک سي.»
خو تر اوسه پوري د افغانستان جمهوري رياست ددې ټول يوې محکمې د جوړولو په اړه څه ندي ويلي.
په عيني حال کي د انتخاباتو د شکايتونو د کمېسيون وياند احمد ضيا رفعت ويلي دي چي د قانون له مخه د انتخاباتو د دوسيو څېړل، بېله دغه کمېسيونه بل څوک حق نه لري.
رفعت وايي د انتخاباتو ټولي مرحلې قانوني تر سره سوي او د پارلمان د پرانستلو دپاره هيڅ ډول قانوني خنډ نسته.
وروسته له هغه چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا د انتخاباتو وروستي پايلي اعلام سوې د افغانستان لوی څارنوالي وويل چي په ټاکنو کي د پراخو درغليو او په رايو شمېرنه کي د لاس وهني په خاطر بايد وروستي پايلي باطله اعلام سي.
په روان وخت کي د افغانستان لويه څارنوالي ادعا لري چي د برياليو کانديدانو څخه څو تنه يې د ټاکنو پر وخت درغلي کړي او تر هغه د مخه چي دوسيې يې وڅېړل سي د کمېسيون لخوا بريالي کاندان اعلان سوي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل