1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انتقال پروسې په دريم پړاو کي ۱۱ ولايتونه شامل دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه وياند نن اعلان وکړ چي د امينتي مسئوليت د انتقال په دريم پړاو کي به د هيواد ۷۵ سلنه امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک پر خپله غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/14ucX
انځور: DW

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي نن (۲۰۱۲ کال د می ۱۳) په کابل کي په يوه خبري غونده کي وويل چي کاپيسا ولايت د هغو۱۱ ولايتونو په ډله کي دئ چي امنيتي کنترول ئې د ناتو تر مشري لاندي د ايساف ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

په کاپيسا کي فرانسوي سرتيري ځای پر ځای دي. د دغه هيواد نوي ټاکل شوي ولسمشر، فرانسوا اولاند ويلي دي چي، هغه به د روان ميلادي کال تر پايه پوري خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي.

د فرانسې دا تصميم د ناتو د نورو غړو هيوادونو له خوا چي له پلان سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د وتلو پلان لري، له نيوکو سره مخامخ سوی دئ.

په کابل کي له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي دا نه دي ويل شوي چي دغه پړاو به څه وخت پيل شي، خو د کاپيسا شاملول د فرانسې د نوي ولسمشر ژمني ته په نظر سره خورا اهميت لري.

فيضي وويل: «د ملي امنيت د شورا په نننۍ غونډه کي تصميم ونيول شو چي د کاپيسا، ارزګان او پروان په شمول د افغانستان د ۱۱ ولايتونو امنيتي کنترول افغانانو ته و سپارل شي.»

د افغانستان په جنوب ارزگان ولايت کي استرليايي سرتيري ځای پر ځای دي، چي څو ورځي مخکي ئې لومړۍ وزيري اعلان وکړ، چي تر خپل وخت مخکي به سرتيري له افغانستان څخه وباسي. خو وروسته ئې بيا بيرته اعلان وکړ چي نه له پلان سره سم به افغانستان پريږدي.

فيضي يادونه وکړه چي د دريم پړاو په پای کي به په سلو ۷۵ امنيتي مسئوليت د افغانانو پر غاړه وي.»

د هغه د وينا له مخي په تيروو دوو پړاونو کي د افغانستان ۵۰ سلنه امينت افغان ځواکونو په خپل لاس کي واخيست او تر اوسه پوري ئې خوندي ساتلی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل