1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اندونيزيا د پارلماني انتخاباتو پايله د ديموکراسۍ له پاره يو برياليتوب دی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

د اسيا د جنوب ختيځ له ډيرو ټاپو ګانو څخه جوړ شوي هيواد اندونيزيا، پارلماني ټاکني د هغه هيواد له پولو څخه دباندي هم پاملرنه ځانته را اړوي

https://p.dw.com/p/HnGA
د اندونيزيا جمهوررييس سوسيلو بم بنګ او د هغه مېرمن د رايو ورکولو پر مهال
د اندونيزيا جمهوررييس سوسيلو بم بنګ او د هغه مېرمن د رايو ورکولو پر مهالانځور: AP

په هغه کي دري اساسي پيغامونه نغښتي دي . يو داچي دسوهارتو له زورواکۍ څخه وروسته په اندونيزياکي ولسواکي ښه مخ پر ټينګيدو ده او بل داچي دنړۍ تر ټولوڅخه په ستر اسلامي هيواد کي مذهبي ګوندونه کمزوري شوي دي او دريم اندونيزيا دلويديزي نړۍ داعتبار وړ ملګري په حيث پاتي کيږي.

دټاکنو دانتيجه ديوي ويښي او هوښياري مدني ټولني له برکته منځ ته راغلي ده، چي دپخوانيو وختونو له تجربو څخه يي پند اخيستي دی . هغه داچي وګړو دځني دهغه پر ضد شرايطو سره سره په ښکاره ډول د اوسني ليبرال جمهوررييس سوسيلو بم بنګ يودهويونو د ګوند پلوي کړي، او پدي ډول نو نوموړي جمهوررييس دجولای د مياشتي دجمهوري رياست په ټاکنوکي ښکاره له ټولو نورو نه وړاندي دي .

اندونيزيا په کافي اندازه ربړي لري. ځکه چي په هغه هيواد کي اقتصادي بحران خپلي ښکاره نښي پريښي دي. د اندونيزيا خلک ډير غريب دي . او د نړۍ د روغتيا د موسسې د وينا له مخي د هغه هيواد دوګړو نيمايي برخه د لوږي له ګواښ سره مخامخ ده. د انرژۍ د توکو د بيو ورځ په ورځ جګيدل په تيره بيا د وګړو لاندني قشرونه له سترو ستونزو سره مخامخ کوي.

دسياحت ساحه چي د اندونيزيا د اسعارو لويه منبع ده، وروسته دبالي له تروريستي ګوزار څخه بيرته نده هوساشوي اوپه ستونزو اخته ده. د هغه هيواد اداري نظام چي دسوهارتو د دوري ميراث دي ډير په سختۍ او ورو ورو خپل کارونه سرته رسوي او اداري فساد اورشوت خوړل او پر دې ټولو سربيره طبعي مصيبتونه لکه زلزلي، سيلابونه، د ځمکي ښوييدل، په نوموړي هيواد که په منظم ډول پرله پسي پيښيږي.

د اندونيزيا له 15 زرو نه په ډيرو ټاپوګانوکي په سلهاوو بيلا بيلي ولسي ډلي ژوند کوي، چي همداهم دبي اتفاقۍ او ډول ډول شخړو اولانجو د لوييدو له پاره شرايط مساعدوي . نو دا کوم دتعجب ځاي ندی چي پارلماني ټاکني د ډيرو وړو اولويو اشتباهګانوسره دبيروکراتو خنډونو دمنځته راتلو سبب شوي. همدا دتعجب باعث کيږي چي سره له هغه هم په سلوکي 70 د ټاکنو حق لرونکو له خپل رايو د ورکولو له حق څخه ګټه واخيسته .

که مذهبي ګوندونوته نظر واچول شي دوي په ټولي اندونيزيا کي تيت دي . دایا منځ پلوه او یازورلاري اسلامي ګوندونه دي . کتو نکو پدي وروستيو وختونوکي ليدلي دي چي د اندونيزيا خلکو زيادتره اسلام ته مخ کړيدي . خو اسلامي مذ هبي ګوندونو له هغه نه کومه ګټه نده وړي .

د جنوپ ختيځي اسيا دسيمي دنوروهيوادونو په پرتله په اندونيزيا کي ډير ثبات شته دي. په ټايلنډکي ديموکرات تاسيسات دټولني دډیر ژور چاود له امله ناکامه شوي دي. په فلپاين کي د زور زياتي،او د قانون د نه چليدو فضا حاکمه ده او له هغه ځايه لږ لري پراته پاکستان کي له بنسټپالو اسلاميانو سره جنجال روان دی.

په داسي يو چاپير يال کي اندونيزيا دټولو لانجو سره سره چي خپله يي لري دکلتورونو اولانجو ترمنځ دمنځګړي په حيث ځان معرفي کړی دی. نو دغه هيواد په نړيوال ډول د ډيري زياتي پاملرني وړ دی له هغه نه چي تراوسه ورته شوي ده.

Golte / رحيله اميري

کتونکی. زيارمل