1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انديجان د ډله ايزې وژنې کليزه

حسن » بری «۱۳۸۵ خرداد ۳, چهارشنبه

تيره شنبه، د روان هجري لمريزکال د غويي ياثور د مياشتې ٢٣ نيټه، د ازبکستان د انديجان په ښارکې د احتجاجونو د خونړي پای کليزه وه. له سوله ايزومظاهرو اوپريوه زندان باندې له زورزياتي سره مل يرغل وروسته، د تيرکال د غويي ياثور په ٢٣ نيټه، سرتيرو په ترلويې برخې سوله ايزومظاهره کوونکوباندې ډزې وکړې اوگڼ شميرانسانان ئې ووژل، د هغوۍ په ډله کې ماشومان اوښځې.

https://p.dw.com/p/DMrZ
په اديجان کې حکومتي عسکر
په اديجان کې حکومتي عسکرانځور: AP

د ازبکستان حکومت تراوسه پورې هم زيارباسي چې د انديجان د خونړيوپيښوبهيرپټ کړي اوپه ډاروونکې توگه د عقيدې آزادي محدودوي. خپلواکه ژورناليستان، د بشر د حقوقومدافعين او د حکومت مخالفين له خطرسره مخامخ دي. د هغوۍ پرگڼ شميرباندې يرغلونه شوي، گواښ ورته شوی او په ښکاره توگه د سياسي دلايلو له کبله دعووکې، د ابدي حبس په جزامحکوم شويدي.

له حقيقت پالونکوسره چلند
د دغه حالت زيان مُعتبر » تاجي بايوا « ته هم رسيدلی دی. د دوست آباد يوې محکمې، د » تودوزړونوکلپ « په نوم د ازبکستان د بشر د حقوقو د ټولنې مشره » تاجي بايوا «، د ١٣٨۴ هجري لمريزکال د کب د مياشتې په ١٥ نيټه، په اتو کلونوزندان محکومه کړه. پرنوموړې باندې د نوروترڅنگ » په يوې غيرقانوني ټولنې کې غړيتوب « او » د لويديځوحکومتونوپيسې د داسي څيزونو د جوړولو او خپرولولپاره خرڅول، کوم چې ټولنيزامنيت اونظم له خطرسره مخامخ کوي « تورلگول کيږي. د بشر د حقوقونړيواله ټولنه ايمنسټي انټرنشنل پدې عقيده ده چې، ميرمن » تاجي بايوا « صرف د بشر د حقوقولپاره د کاراوفعاليت له کبله په زندان کې ده.