1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاقبرانو پر ضد د آژه په سمندر کې د ناټو ماموریت

ناټو، آژه سمندر، ترکیه، آلمان، ماموریت، کیشتۍ۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

ناټو پریکړه کړی چې د انساني قاچاقبرانو پر ضد خپلې کیشتۍ آژه سمندر ته واستوي. آلمان او ترکیه د دغې طرحې ملاتړ کوي. تر اوسه پورې ډیر مسائل نه دي حل شوي.

https://p.dw.com/p/1Htky
Einsatzgruppenversorger Bonn
انځور: picture-alliance/dpa/C. Jaspersen

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د آلمان او ترکیې وړاندیز د دغې غونډې برخه وال یو څه حیرانه کړل. دغو دواړو هیوادونو د مهاجرو د بحران په برخه کې د ترکیې او یونان په سرحد کې د ناتو د کیشتیو او الوتکو د ماموریت غوښتنه وکړه.

د یوه تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د شمالي انتلانتیک دفاعي سازمان ناتو عمومي مونشي جانس شتولټنبرگ، د ترکیې او آلمان د دفاعي چارو پر وزیرانو د هغه وړاندیز له امله فشار واچوه چې د آلمان صداعظمې انگلا میرکل د دوشنبې په ورځ انقرې ته د خپل سفر پر مهال وړاندی کړی وو.

د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د دفاع وزیر تر ټولو په لومړي قدم کې د آلمان د دفاع وزیر اورزولا فون دیر لاین له قوي ملاتړ او یو دقیق پلان سره خبرو اترو ته داخل شو.

موضوع په ښکاره ډول د ناټو د دغو دواړو غړو هیوادونو تر منځ د سرحدونو د امنیت پر سر نه، بلکې د قاچاقبرانو د هغو بانډونو په مقابل کې مبارزه ده چې مهاجر د یونان ساحل ته انتقالوي. د ناتو د دیپلوماتو په خبره طبعي ده چې د ناټو ماموریت باید د کډوالو لیږدونکي کشتۍ ډوبې نه کړي، بلکې دغه کډوال بیرته د ترکیې پر لور ولیږي، په دې توگه به د قاچاقبرانو کاروبار سقوط وکړي.

د آلمان د دفاع وزیرې وویل: «دا ښه خبره ده چې ترکیې له ناتو څخه غوښتي دي چې د آژه سمندر د ساحلونو د څار او نظارت په برخه کې دې د دغو ساحلو ساتنه ډاډمن کړي.هدف باید دا وي چې که مونږ نه شو کولې د مهاجرو غیرقانوي قاچاق ناممکن کړو، لږ ترلږه د دوی کاروبار خو ستونزمن کولی شو.»

جدي څار او ارزیابي

په بروکسل کې د ناټو د پوځي چارو کارپوه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي په دې نظر دی چې آلمان او ترکیه نه غواړي د یو نوي پوځي ماموریت پر سر بحث وکړي، بلکې د یو داسې ماموریت پراخیدل غواړي چې له پخوانه موجود دی.

د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین په بروکسل کې وویل چې د ناټو په دا ډول یو احتمالي ماموریت کې به د آلمان ساحلي گار هم برخه واخلي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډهانځور: Reuters/Y. Herman

په اوس وخت کې د مدیترانې سمندر په ختیځ کې د ناتو د ساحلي گارد یو دایمي واحد د تمرین له پاره د حرکت په حال کې دی چې په تصادفي توگه د آلمان د بن پوځي ماموریت له خوا یې رهبري کیږي.

د ناټو د دغه دیپولومات په حواله، دغه فدراسیون باید یو شمیر اضافي مسئولیتونه هم پر غاړه واخلي کوم چې د ترکیې غوښتنې یا وړاندیز ته نږدې کیږي. «د ساحلي گارد هر یوه کیشتې به مشخصې دندې ترسره کوي.»

د ناتو عمومي منشي هڅه کوي چې د مهاجرت د بحران په برخه کې د متحدینو توقعات را کم کړي. د مهاجرو له پاره د اروپایې اتحادیې کمیسار دیمیتریس اورامو پوولوس، په دې برخه کې د ناټو ماموریت ته کوم عاجل ضرورت نه ویني.

یونان او ایټالیا چې په لومړي سر کې کډوال د دغو هیوادونو ساحلو ته رسیږي په خپل وار سره د سمندري گارد د لا زیاتو واحدونو استولو ته امادگي ښودلې ده. خو د ناټو د دغه ماموریت په هکله د آلمان په حکومت کې د نظر یووالې نه لیدل کیږي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «ناټو د مهاجرینو د مدیریت په برخه کې هیڅ رول نه شي لوبولې، یوازې همدومره کولې چې د قاچاقبرانو د فعالیتونو په هکله د معلوماتو د شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب