1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسان سوځونې د هڅې تورن مهاجر پښېماني وښوده

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د آلمان په برلين ښار کي و يو بېکور سړي ته د اور اچونې او د هغه د قتل د هڅې تورنو کسانو دغه تورونه رد کړي دي. دغو تورنو کسانو ويلي چي هيڅکله يې د چا وژل مقصد نه ؤ.

https://p.dw.com/p/2ct9Y
Berlin U-Bahnhof Schönleinstraße
انځور: picture alliance /dpa/P. Zinken

د برلين د ايالتي محکمې وياندي ويلي دي چي د انسان سوځونې او قتل په هڅه د تورنو کسانو وکيل د هغوی له وينا ويلي دي چی تورنو کسانو هيڅکله د چا وژل نه غوښتل. پر دغو کسانو تور دی چي په برلين کي يې يو داسي کس ته د اور اچولو هڅه کړې وه چي بې کوره ؤ او په کوڅه کي يې ژوند کاوه. د دغې قضيې په تړاو د محکمې اورېدنه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د می په ۱۲مه نېټه) دايره سوه.

په دغه قضيه کي ۲۱کلن اصلي تورن په اصولي توګه خپله کړنه ومنله. خو دغه تورن کس د خپل وکيل له لاري ويلي دي چي د دغه عمل مقصد يې د بې کوره سړي سره «ټوکه کول» او د هغه «بېرول» ؤ. تورن کس زياته کړې چي په اړونده ورځ يې الکهولو تر څنګ نور مخدره توکي هم استعمال کړي او دا چي دی زيت نشه ؤ.

۲۱ کلن تورن کس پر خپل عمل باندي پښېماني ښودلې ده او ويلي يې دي: «زه په حقيقت کي پر خپله کړنه زښت زيات پښېمانه يم.» وکيل د خپل تورن مؤکل له لوري ويلي چي تورن کس په دې هم ښه پوهيږي چي د هغه دغه عمل د مهاجرو نوم ته زيان اړولای سي.

په ټوليزه توګه په ياد عمل پنځه سوريايان او يو ليبيايي تورن سوي دي. د تورنو کسانو عمرونه د ۱۶ او ۲۱ کالو تر منځ دي. پر هغوی تور دی چي د کرسمس په لومړۍ ورځ يې د برلين د شوينه فېلډ د اورګاډي په تمځي کي د يو بيده بې کوره سړي سر ته نژدې اور بل کړی ؤ. د تور له مخي دغه اور د بې کوره سړي بستې او پلاسټيکي خلطې ته سرايت کړی ؤ چي دغه بې کوره سړي ورڅخه د بالښت په توګه کار اخيست. د تور له مخي په دغه وخت کي تورنو کسانو په نعرو دغه ځای خوشي کړی ؤ.

د اورګاډي په تمځي کي نور مسافر په دې وتوانېدل چي پر سم وخت دغه اور مړ کړي او بې کوره سړي ته نجات ورکړي. دغه کړې په ټول المان کي هېښتيا رامنځ ته کړې وه.

په دغه قضيه کي تورنو نورو ۵ کسانو هم د جمعې په ورځ د خپل وکيل له لاري خپل پيغام محکمې ته واوراوه. د محکمې د وياندي له وينا هيڅ تورن کس هم ورباندي لګول سوي تورونه نه دي منلي. تورنو کسانو په خپل بيان کي د نورو خبرو تر څنګ دا هم ويلي چي د اور لمبه يې نه ده ليدلې. د دغو پنځو کسانو په وينا هغوی کوښښ هم کړی ؤ چي اصلي تورن کس له دغه کار څخه منعه کړي.

يو بل ۷ تورن کس چي لا په تحقيقي توقيف کي دی، دا تور منلی چي د بې کوره سړي د ژغورنې هڅه يې نه وه کړې چي د المان د قانون له مخي دا يو جرم دی چي څوک د مرګ يا ژوبلي د ګواښ سره مخامخ کس سره مرسته ونه کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.01.2017):