1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انځورونو په پلورلو مهاجرو ته ودانۍ رانيول سوه

۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

د مشهور آلماني هنرمند، انځورګر او مجسمه جوړونکي ګېرهارد ريشتر د ۶ انځورونو په پلورلو سره مهاجرو ته ودانۍ رانيوله سوه. دغه مرسته د دوسلدورف د يوې مرستندويي ټولني له خوا سوې ده.

https://p.dw.com/p/1IJpY
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

ګېرهارد ريشتر يو مشهور انځورګر، مجسمه جوړونکی او عکاس دی. د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت په مرکز او ايالتي پلازمېنه دوسلدورف کي د «فيفټي فيفټي» په نوم مرستندويه ټولني د دغه هنر مند ۶ انځورونه پلورلي دي.

ياده ټولنه چي له هغو انسانانو سره مرسته کوي چي د سرپناه ځای نه لري، وايي چي د ريشتر د انځورونو په خرڅلاو يې ۳۰۰ زره يورو په لاس راوړي چي د مهاجرو له پاره د يو کور په رانيولو کي مصرف سوي دي.

د يادي مرستندويه ټولني رئيس هوبېرت اوستن دورف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۵مه نېټه) په دې تړاو د رسنيو خبرونه تائيد کړل.

اوستن دورف ويلي دي چي دغه پيسې يې د ډياکوني په نوم سازمان و ځايي څانګي ته ورکړي چي هغه په دوسلدورف ښار کي د مهاجرو له پاره د درو اپارتمانونو يوه ودانۍ رانيسي.

د دياکوني مرستندويه سازمان ويلي دي چي له درو رانيول سوو اپارتمانونو څخه يو اپارتمان د سوريې څخه راغلي يوې کورني ته ورکول سوی چي څلور غړي لري. ويل سوي چي هغه نور دوه اپارتمانونه و داسو کورنيو ته ورکول سوي چي هره يوه يې ۷ کسه غړي لري.کوم انځورونه چي پلورل سوي، هغه د ۸۳ کلن هنرمند ګېرهارد ريشتر له خوا و «فيفټي فيفټي» مرستندويه ټولني ته د بسپني په توګه ورکړل سوي ول.

ګېرهارد ريشتر
ګېرهارد ريشترانځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

دغه آلمانی هنرمند چي انځورونه يې په لوړو قيمتونو پلورل کيږي، زيات وختونه خپل انځورونه هغو سازمانونو ته د بسپنې په توګه ورکوي، چي له بې کوره انسانانو سره مرستي کوي.