1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انگلستان او پاکستان تر منځ سياسي لانجه به د استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه زيانمنه کړي

۱۳۸۹ مرداد ۱۸, دوشنبه

که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ اوږد مدته ښې اړيکې ډېرې کلکې دي او زيان به هم ورباندې زيات وخت نه پاتې کيږي.

https://p.dw.com/p/Ofdz
د پاکستان جمهوررﺉيس آصيف علي زرداري او د انګلستان صدراعظم ديويډ کامرون
د پاکستان جمهوررﺉيس آصيف علي زرداري او د انګلستان صدراعظم ديويډ کامرونانځور: AP

څېړونکي وايي، څو ورځي د مخه په هندوستان کي د لومړي وزير ديويډ کامرون لخوا هغه څرگندوني، چي پاکستان نه بايد له وسله والو سره د معاملې په ارتباط دواړه خواوې وخوري، د پاکستان په پوځ او کورنۍ جاسوسي اداره ISI کې سخته غصه راپورته کړې.

داسې نه ښکاري چې دا موضوع به په برطانيه کې د پاکستان له مشر آصف علي زرداري سره د لومړي وزير کامرون په خبرو اترو کې، چې دواړو د برطانيې او پاکستان له نه زيانمن کېدونکو اړيکو څخه خبره کړېده، لږ څه نرمه شوې وي.

په تېره بيا، نه د پاکستان په ملکي حکومت بلکه پوځ کې، کوم چې د پاکستان امنيت کنترولوي، کېدلی شي دا تاوتريخوالی پر هغو معلوماتو باندې ژوره اغېزه واچوي، چې په برطانيه کې د ترهگري فعاليتونو د تعقيب او مخنيوي د پاره ضروري دي.

دا له دې څخه هم په ډاگه کيږي، چې د پاکستاني استخباراتو ISI يوه مامور انگلستان ته، د هغه هېواد د لومړي وزير د وينا پرضد اعتراض په توگه، له تگ څخه ډډه وکوله.

د دفاعي چارو کارپوه بريان کلوگلي، چا چې د پاکستان د پوځ په باب دوه کتابونه هم ليکلي دي، څرگندوي، چې د کامرون وينا پاکستان نه دئ په غصه کړی. ممکن داسې وي، خو نورې لارې هم شته چې د تاوتريخوالي ښکارندويې دي، لکه لندن ته د پاکستاني استخباراتي مامور نه تگ.

د کامرون څرگندونو د هندوستان خوا ته د تمايل اندېښنه هم راپورته کړې او دا په داسې حال کې، چې برطانيه د خپلو اقتصادي ربړو د ايسته کولو په خاطر د بازار پراختيا ته ضرورت لري.

د امريکې د متحده ايالتونو د اتلانتيک په شورا کې شجاع نواز وويل، د ISI لوړ پوړي جنرال احمد شجاع انگلستان ته له تگ څخه په خپله لاس اخيستنه سره وښووده، چې د لومړي وزير کامرون خبرو د هغه هېواد په پوځ کې څومره ناوړه انعکاس کړی دئ. زيات کسان د انگلستان د لومړي وزير وينا د کوربه خوشحالونه گڼي.

خو دا دواړه ملکونه هغومره اړيکې سره لري، چې د گډکار شلېدنه ورته ناممکنه ده - د افغانستان له جگړې څخه نيولې بيا د پاکستان او په انگلستان کې د مېشته پاکستاني اصله ټولنې تر کت کلکې اړيکې.

د دې اړيکو د ټينگښت ښکارندويه له برطانيې څخه د پاکستان د مشر زرداري کتنه هم وه، په داسې حال کې چې همدا نيوکې ورباندې کېدلې چې، په هېواد کې يې خلک د اورښتونو او سيلابونو له سخت ناورين سره مخامخ دي. خو دی بيا هم له يوه لوی پلاوي سره د شنبې په ورځ انگلستان ته ولاړ، تر څو خپل واکمن پيپل گوند ته د انگريزانو ملاتړ تر لاسه کړي.

د ستراتيژي څېړنو د پاره د لندن له نړيوال انستيتوت څخه نيجل انکسټر Nigel Inkster وايي: حقيقت دا دئ چې انگلستان او پاکستان په برطانيه کې د څه ناڅه يو مليونو پاکستانيانو په موجوديت سره نه شلېدونکې اړيکې لري. نو زما په گمان به وروسته له يوې لنډې مدې څخه بېرته گډ کار سره پيل کوي.

ag/ محمد عارف وردګ

کتونکی: زيارمل