1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انگېلا مېرکل د ځای ناستي پر سر مناقشه

۱۳۸۹ تیر ۲۵, جمعه

که د جرمني د اوسېدونکو په خوښه وای نو ددغه هيواد ددفاع وزير کارل تيوډور څو گوټنبِرگ به د انگېلا مېرکل د مسيحي ډيموکراټ گوند ځای ناستی وای

https://p.dw.com/p/ON4F
انځور: picture-alliance/ dpa

38کلن څوگوټنبرگ چي تر ډيره حده پوري په سياسي چارو کي خپلواکه بلل کيږي ،د الماني رسنيو او ولس ډېر خوښيږي . پداسي حال کي چي د المان د مسيحي ډيموکراټ گوند اوسنۍ مشره انگېلا مېرکل ده ،او هغه کسان چي اټکل کېدی د دې ځای به ونيسي اوس د مختلفووجوهاتو له کبله د دغه لوی گوند د مشرتابه د تر لاسه کولو جوگه ندي .

Angela Merkel Karl Theodor zu Guttenberg Kabinett Flash-Galerie
انځور: AP

اوس دغه گوند نوي مشرانو ته اړتيا لري، چي پکښي گوټنبرگ هم راځي . که څه هم د دغه محافظه کاره گوند ځوان غړي په ښکاره سره ځان نه ميدان ته کوي ،خو دوی وايي چي پدې پوه دي چي بايد د مشرتابه په سياست کي کوم بدلونونه راسي . لکه د دفاع وزير څوگوټنبرگ چي وايي:

«کومي وعدې چي څوک وکړي بايد هغه پوره کړي، او داسي ونه کړي چي نورو کسانو ته مسؤليت پرېږدي ،او يا تر نوو انتخاباتو پوري خپلي وعدې وځنډوي . د دې تر څنگ بايد څوک د ټاکنو څخه وروسته کارونو ته هم پاملرنه وکړي، ولي چي دغه يو ډېر مهم گام دی . »

ښايي د ګوټنبِرګ اشاره د لومړۍ وزيري انگېلامېرکل و دفتر ته وي . مېرکل چي د حکومت د پېل راهيسي د مختلفو ستونزو او چلنجوسره مخامخ ده اوس بايد د خپل گوند د راتلونکو مشرانو په هکله هم فکر وکړي .

Angela Merkel China Besuch
انځور: AP

هغه کسان چي په گوند کښي دننه د دې سيال بلل کېدل او داسي اټکل کېدی چي ددې ځای به ونيسي نور د گوند د مشرتابه دپاره نه دي موجود . په دغو کسانو کي د مسيحي ډيموکراټ گوند د هيسن د ايالتي څانگي پخوانی مشر غولانډ کوخ هم راتلی ،چي اوس يې د گوندي او سياسي چارو څخه مقاطعه اعلان کړې ده . د نوموړي گوند د نارډغاين وېسټفالن ايالتي مشر او والي يورگن غيوټگرز چي ورباندي ډېر حساب کېدی په ایالتي انتخاباتو کښي يې داسي سخته ماته وخوړله چي هغه هم د گوند د ايالتي مشرتابه څخه پر شا سو .

Angela Merkel in Jekaterinburg Dimitri Medwedew NO FLASH
انځور: AP

د نيډر زاکسن ايالت گوندي مشر او والي کرسټيان ؤلف بيا د المان د جمهوررييس په حيث وټاکل سو چي د گوندي سياست څخه ليري يوه تشريفاتي چوکۍ ده . سياست پوه گېرډ لانگ گُت وايي چي د راتلونکو مشرانو د ناڅرگندۍ له وجې د جرمني مهم گوند د سختو کړکېچونو سره مخامخ کيدلای سي :

«تر اوسه پوري مسيحي ډيموکراټ گوند پدې خاطر په ولس کي ډير ملاتړي درلودل ،ولي چي د مشرتابه غړي يې داسي کسان وه چي ارتباط به يې معلوم ؤ . خو اوس د وخت په تېرېدو سره په دغه گوند کي د پياوړي سياسي کسانو کمښت تر سترگو کيږي او ټوله گوند يوازي پر مېرکل باندي ولاړ دی . »

Bundestag - Westerwelle und Merkel No-Flash
انځور: dpa

د چاپيريال وزير ناربرټ غيوټگن په دغه گوند کي د انگېلامېرکل د ځای ناستي دپاره ښه کانديد بلل کيږي . خو د گوند نور ډير کسان دده څخه ډېر راضي ندي، ولي چي فکر کيږي، دی تر اندازې ډير فعاله او تر يوه حده د خودخواه په سترگه ورته کتل کيږي .

د المان د کار او ټولنيزو چارو 51 کلنه وزيره اُرزولا فون ډر لاين هم د انگېلا مېرکل د ځای ناستي په حيث په بحثونو کي يادول کيږي . سياست پوه لاننگ گُت وايي چي دا چي د المان د مسيحي ډيموکراټ گوند راتلونکی مشر يا مشره نده معلومه، شايد دليل يې دا وي چي انگېلا مېرکل د دويم وار دپاره بيا لومړۍ وزيره سو ه: دی وايي ،

«زما نه دي پياد چي د جرمني يو صدراعظم دي په گوندي ډگر کي خپل ځای ناستی ساتلی وي . وجه يې دا ده چي څوک لومړی وزير سي نو غواړي چي د صدارت چوکۍ وساتي او نه غواړي چي د گوند دننه د ځان دپاره سيال او خطر رامنځ ته کړي . »

مارگريټ / ولي اڅکزی

ليدونکی : محمد قاسم نوري