1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما او هوجينتاو د خبرو نتيجه

۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبه

د چين د اولسي جمهوريت جمهورريس هوجينتاو په يو رسمي سفر امريکا ته تللی او هلته يې ډير تود هرکلی سوی.

https://p.dw.com/p/Qtjd
هو جينتاو او بارک اوباما
هو جينتاو او بارک اوباماانځور: AP

ددې سفر د تود هرکلي څخه څرګنډيږي چي امريکايانو چينایانو ته په لوړه سترګه ګوري. په تير سفر کي د امريکا د هغه وخت د ولسمشر بوش لخوا هغه يوازي غرمنۍ ته ور بلل سوی و.

خو اوس يې په سپينه ماڼۍ کي ډير تود هرکلی سوی. په سپينه ماڼي کي دواړو جمهورريسانو په يوه خبري غونډه کي راڅرګند سول.

بارک اوباما دمخه لا اعلان وکړی چي د چين د جمهور ريس د ليدني کتني پر وخت به چپه خوله پاته نسي. په دي ډول ده د چين د اسعارو پر سياست باندي په ښکاره ډول انتقاد وکړ.

« ما جمهور رييس هو ته وويل چي موږ ددي هر کلی کوو چي چين خپله پيسه د داخلي بازارونو پر اساس عياره کي ، خو ما بايد ده ته دا هم ويلي واي چي د يوهان د پيسي ارزښت بايد لوړ پاته سي تر څو نور هم د اسعارو د معاملو تناسب او په دې ډول دغه پيسه د چين دپاره ګټوره پاته سي، تقاضا زياته کړي او د انفلاسيون فشار ضعيفه کړي.موږ هيله لرو چي د چين د پيسو ارزښت په زياتيدونکي ډول سره د مارکيټو سره مطابقت وکي ، او په دي صورت کي به بل هيڅ کوم دولت په غيرعادلانه ډول د اقتصادي لحاظه ګټه ونه کي.»

همدارنګه د سولي د جايزي ګټونکي اوباما د بشر د حقونو په باب هم په ښکاره ډول وويل:

« ما پر دې ټينګار کړی چي امريکا د بشر د حقونو په مراعات کولو کي عمومي مکلفيت لري. په دي پوري نور بشري حقونه لکه د مطبوعاتو او نظر آزادي، د غونډو او مظاهرو د کولو آزادي او د مذهب آزادي هم اړه لري. دغه ډول حقونه د چين په اساسي قانون کي هم رسميت لري. موږ په دي نظر يو چي اسعار ددغو حقونو په پلي کولو کي رول ولري تر څو ټول مليتونه او د هغه جملي څخه چين نور هم بريالی سي او خلک يي ښه ژوند ولري.»

همدارنګه هو جين تاو د بشري حقونو په باب په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي هم خپل نظر څرګند کړ. د داسي يوه دولت جمهور رييس چي د سولي د جايزي ګټونکی يي په زندان کي ساتلي دي: « چين تل د بشر د حقونو مراعاتولو ته مکلف سوی دی او په دې اړه يي لوړ پرمختګونه هم کړي دي.»

خو ددوی تر منځ د بشر د حقونو موضوع د بحث اصلي موضوع نه وه ، بلکي اقتصادي مناسبات ډير مهم وه . امريکا چين ته د ۱۰۰ ميليارده ډالره په اندازه مالونه صادروي ، تر کاناډا او مکسيکو وروسته چين د امريکا ښه تجارتي ملګری دی.

په دې ډول نو ددوی دواړو تر منځ خبرو اترو تر ټولو دمخه د سوداګريزو موضوعاتو په باب د پردې تر شا دوام پيدا کړ. په لسهاوو قراردادونه تصويب سول چي د امريکا صادرات يي ۴۵ ميليارده ډالرو ته لوړ کړل.

دا ښکاره خبره ده چي دواړه هيوادونه يو بل ته ضرورت لري. خو ددوی تر منځ مناسبات لا د هم آهنګۍ څخه ليري دي.

کريستينا/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل