1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د امنيتي کابيني په جوړښت کي د بدلون په وړاندي افغانان څه وايي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۰, شنبه

د افغانستان حکومت د متحده ايالاتو د کابيني له نوو نومول شوو کسانو سره د همکاري ژمنه وکړه. افغان کارپوهان شک لري چي دا بدلون دي پر روانو حالاتو زياته اغيزه وکړي. عام خلک وايي چي دوي له ټولوناهيلي شوي دي

https://p.dw.com/p/116v3
افغانستان او متحده ايالات د يو اوږد مهال ستراتيژیک تړون په لټه کی دي
افغانستان او متحده ايالات د يو اوږد مهال ستراتيژیک تړون په لټه کی ديانځور: AP

دامریکې ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ په خپله کابینه کې د پراخ بدلون خبر ورکړ.

په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري ، د ناټو ځواک مشر جنرال پترویس، د دفاع وزیر رابرت ګیټس او د پټ څاري ادارې مشر په دغه بدلون کې شامل دي.

دغه بدلونونه پر داسي مهال رامنځ ته کیږي چی له یوه لوري له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو د وتو د پیل نیټه را نږدې کیږي او له بل لوري د بهرنیو ځواکونو تلفات مخ پر زیاتیدو دي.

اوس په کابل کې د امریکې د سفیر ایکن بیري څوکۍ راین کروکر ته چی یو مهال په عراق کې د امریکي سفیر وو سپارل سوي ده. کراکر د عراق په جګړه کې یو ستیال شوی دیپلومات دی.

ځینی افغان کارپوهان په دې اند دي چې سپیني ماڼۍ ځکه په کابل کې خپل سفیر ایکن بیري له دندې ګوښه کړی چی د کابل له ادارې سره یی ښې اړیکي نه لرلي. ایکن بیري څو ځله د ولسمشر کرزي په کړنو نیوکې کړي او د تیرو پارلماني انتخاتو پر مهال یې لاس وهنه ډیره بربنډه وه.

د سیاسي چارو شونکی جعفر مهدوې په دې باور دي چې دغه بدلونونه په ټوله کې دغلته پر حالاتو مثبت اغیز نسي لرلای، تر هغه چې د افغانستان په باب د امریکې په سیاست کې بدلون رانسي.

ښاغلی مهدوې د جنرال پترویس او ایکن بیري پر ځای د جنرال الن او ښاغلي کروکر ټاکل کیدل په افغانستان کی د بهرنیو سرتیرو د مرګ ژوبلي د مخ نیوي لپاره د سپینې ماڼۍ یو نوی اقدام بولي.

هغه وویل: «امریکا غواړي دافغانستان لپاره د دغو دوو څيرو په ټاکلو سره خپل سرتیري له دغه رقت بار حالت څخه وژغوري، ځکه د دوي د سرتیرومرګ ژوبله هره ورځ په ډیریدو ده، نو دغه دوه څیرې د جګړه ځپلو ملکونو د ماموریت تجربه لري او ښایې کارنده واقع سي.»

دا لومړی ځل ندی چې په افغانستان کې د ناټو عمومې قوماندان او سفارت لپاره نوي واکداران ټاکل کیږي بلکې د طالبانو د نسکورید را وروسته څوڅو ځله دغه دوه څوکۍ لاس پر لاس سوي دي.

د دیوید پترویس څوکۍ په نوي بدلون کی جنرال آلن ته سپارل سوي. جنرال الن په پنتاګون کې یو تجربه کار پوځي جنرال او تکړه جګړه مار بلل کیږي. د ده په اړه ویل سوي چې په عراق کې یې سنې قبایل له القاعدې جلا او د هغوي پر ضد را وپارول.

د سیاسي چارو مبصر او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمود صیقل په دې اند دی چی اوس په ا فغانستان کې له پوځي ګرۍ څخه د سیاسي کیدو په لور خوځښت پیل سوی، او همدا بدلونونه د دغه خوځښت لومړني ګامونه جوړوي.

محمود صیقل په دی نظر دی چی :« دا دوه د امریکا غوره څيري دي چې اوباما را میدان ته کړي، زه فکر کوم چی د ترهګرو د ځالو باندي بریدونه او ضعیفول تر هغه حده چې د امریکا ګټی په سیمه او نړۍ کې زیانمني نه کړي د دغه بدلونونو موخه ده.»

افغان حکومت هم د ولسمشر بارک اوباما له لوري په افغانستان کې د دوو لوړ پوړو پوځي او سیاسي امریکايي چارواکو د ځای ناستو د ټاکلو په اړه خپل لومړي غبرګون کی له دغو امریکايی چارواکو سره د همکارۍ ژمنه کړي.

دویچې ویلي ته له ارګ څخه په را استول سوي وینا پاڼه کې راغلي، له واشنګټن سره د کابل اړیکي په افرادو او اشخاصو پوري نه دي تړلي بلکې د یوې مشخصې او دوه اړخیزي ستراتیژۍ پر بنسټ پالل کیږي.

یو شمیر ولسي خلکو له دویچې ویلې سره په خبرو کې د دغو نویو مقرریو په باب خپل نظرونه داسي څرګند کړل د هرې برطرفي تر شا هرو مرو یو شمیر دلایل پراته وي.

کابل/ جلالزی

کتونکیک عبدالباري حکيم